لښکرګاه (پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۴): د هلمند له دوولسمو ټولګيو څه باندې شپېته سلنه فارغانو د نا امنيو له امله د کانکور په ازموينه کې ګډون ونه شو کړى.
د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې نن (د سلواغې ٢١مه) د کانکور ازموينه واخيستل شوه.
د ازموينې پر مهال د هلمند د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو له لېسو څه باندې ٢٥٠٠ کسان فارغ شوي دي.
خو ده وويل چې د نا امنيو له امله له ياد شمېر څخه يواځې ١٠٦٢ تنو د کانکور په ازموينه کې ګډون کړى دى.
هغه وايي: ((له ولسواليو نه ډېر کسان پر دې ونه توانېدل چې په کانکور ازموينه کې برخه واخلي او يواځېنى علت هم همدا نا امني ده.))
دا مهال د هلمند موسى کلا، نوزاد، دېشو او باغران ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو په لاس کې دي.
خو د هلمند والي میرزاخان رحيمي بيا وايي، يادو ټولو زده کوونکو د نا امنيو له امله نه، بلکې د ځينو نورو ستونزو له امله هم د کانکور په ازموينه کې ګډون نه دى کړى.
خو هغه د نورو ستونزو په اړه معلومات ورنه کړل او زياته يې کړه، کلک تدابير يې نيولي او هېڅ بې مسووليته کس ته اجازه نه ورکوي چې د کانکور ازموينې سيمې ته دننه شي او ستونزې جوړې کړي.
دغه راز د ازموينې پر مهال د لوړو زده کړو وزارت استازي اسدالله امين زي وويل، د کانکور ازموينې د روڼتيا په موخه ځانګړى پلاوى ټاکل شوى دى.
ده زياته کړه، له هلمند څخه د کانکور په ازموينه کې ١٠٦٢ تنو ګډون کړى چې ٧٦ تنه يې نجونې دي.
د هغه په وينا، سږ کال د کانکور د ازموينې لپاره کلک تدابير نيول شوي او هېڅ بې مسووليته کس نه شي کولى د ازموينې سيمې ته ننوځي او دغه لړۍ له ستونزو سره مخ کړي.
د لښکرګاه اوسېدونکي او د کانکور ازموينې يوه ګډونوال شاه ولي پژواک ته وويل: ((موږ خو پوره چمتووالى نيولى، خو وګورو چې نتيجه څه کېږي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن