ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: طالبانو د غزني په ځینو کانونو کې کیندنې پیل کړې

والي: طالبانو د غزني په ځینو کانونو کې کیندنې پیل کړې

author avatar
10 Feb 2016 - 14:32
والي: طالبانو د غزني په ځینو کانونو کې کیندنې پیل کړې
author avatar
10 Feb 2016 - 14:32

غزني (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٤): د غزني والي وايي چې د دغه ولايت په يو شمېر سيمو وسله والو طالبانو په خپلسر د ځينو کانونو کيدنه پيل کړې ده، خو طالبان بيا دغه څرګندونې په کلکه ردوي.

د غزني والي محمد امان هميم د سلواغې په ٢١مه خبريالانو ته وويل چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په پنځو سيمو کې د کانونو کیدنه پيل کړې ده.

هغه ادعا وکړه چې وسله والو طالبان دغه کانونه تر کېدنې وروسته په قاچاقي توګه پاکستان ته لېږدوي او هلته يې بيا په ارزانه بيه پلوري.

هغه زياته کړه: ((طالبان راځي او دغه معدنونه باسې، په هغو سیمو کې امنیتي ځواکونه نشته نو ځکه دوى په بېغمه زړه دا کار کوي.))

هغه همدا راز ادعا وکړه چې د يادو کانونو په کيندنه کې پاکستاني انجنيران هم له وسله والو طالبانو سره مرستې کوي.

ده وويل: ((د غزني معادنونه د وسله والو طالبانو لپاره یوه ښه تمویلوونکې سرچينه ده، خو کاش چې افغاني طالبان ترينه ګټه واخلي، ګټه يې پاکستان ته رسېږي.))

خو د غزني والي وايي، هوډ لري چې ډېر ژر په يادو سيمو کې پراخ عمليات پيل کړي تر څو دغه کانونه د وسله والو طالبانو له منګلو وژغورل شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال په زنخان، واغز، مقر او ناهور ولسواليو يو شمېر سېمې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

دغه راز د غزني د زنخان ولسوالۍ اوسېدونکي محمد رحيم پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو د پاکستاني انجنيرانو په مرسته د دې ولسوالۍ په خوش ابدل سيمه کې د زمردو د کان کيندنه پيل کړې ده.

ده وويل: ((طالبان هېڅوک نږدې نه ور پرېږدي، پاکستانیان هم راغلي دي او کیندنې کوي، معدن باسي، له دوی سره لوکس موټران دي.))

دغه راز د واغز ولسوالۍ اوسېدونکي محمد حنيف هم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې هم طالبانو په کانونو کې کيندنې پيل کړې دي.

محمد حنیف وايې: ((د رڼا خېلو په سیمه کې معدن دی او طالبان يې باسي وروسته يې په پاکستاني خلکو پلوري.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.