ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

واورې او توپان د سالنګ لويه لاره بنده کړې

واورې او توپان د سالنګ لويه لاره بنده کړې

author avatar
10 Feb 2016 - 15:32
واورې او توپان د سالنګ لويه لاره بنده کړې
author avatar
10 Feb 2016 - 15:32

کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٤): د سالنګ لويه لاره چې د هېواد مرکز له ٩ شمالي ولايتونو سره نښلوي، د سختو واورو او توپانونو له امله د ترافيکو پر مخ وتړل شوه.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مشر جنرال رجب پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا لويه لار يې د مسافرو د خونديتوب په موخه نن له غرمې مخکې لع ١١:٠٠ بجو راهيسې دواړو خواوو ته د ترافيکو پر مخ تړلې او د واورې تر درېدو او پاکولو پورې به تړلې وي.

نوموړي زياته کړه چې موټر د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ملخان او د پروان د جبل سراج ولسوالۍ په تاجکان سيمو کې درول شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له تېرې شپې راهيسې تر اوسه په سالنګونو کې شاوخوا ٩٠ سانتي متره واوره ورېدلې ده.

په ژمي کې له دې لارې تګ راتګ له خطرونو سره تړلى دى.

د ١٣٨٨ لمريز کال په سلواغې مياشت کې په سوېلي سالنګ کې د درنو واورو ښويېدنو او توپانونو له امله شاوخوا ١٧٠ کسان له منځه ولاړل او ١٢٥نور ژوبل شول.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.