کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٤): د ولسمشر لومړى مرستيال وايي چې د خپل ژوند تر وروستيو شېبو پورې په د ولسمشر تر څنګ ولاړ وي.
د عبدالرشيد دوستم له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د خپل لومړي مرستيال له خوا په خپل کور کې ترتيب شوې مېلمستيا کې ګډون وکړ.
سرچينه زياتوي، جنرال دوستم ولسمشر ته د هرکلي تر څنګ څرګنده کړه چې د ژوند تر وروستيو شېبو پورې به د ولسمشر تر څنګ وي او د نظام د بريا لپاره به له هېڅ ډول کوښښ او هڅې ډډه ونه کړي.
په خبرپاڼه راغلي، ولسمشر د دې تر څنګ چې جنرال دوستم يې د افغانستان د ترکتبارو رهبر ونوماوو، د هغه او د هغه د پلويانو له هڅو او خدمتونو يې مننه وکړه، وويل چې د ټاکنيزو ژمنو په برخه کې د دولت سياستونه د عملي کېدو په حال کې دي.
هغه د خپلو خبرو په يوه برخه کې بيا ډېر ټينګار وکړ چې هېڅ افغان پر بل افغان ښه لوړوالى نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن