ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوستم: د ژوند تر وروستيو شېبو د ولسمشر تر څنګ ولاړ یم

دوستم: د ژوند تر وروستيو شېبو د ولسمشر تر څنګ ولاړ یم

author avatar
11 Feb 2016 - 14:21
دوستم: د ژوند تر وروستيو شېبو د ولسمشر تر څنګ ولاړ یم
author avatar
11 Feb 2016 - 14:21

کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٤): د ولسمشر لومړى مرستيال وايي چې د خپل ژوند تر وروستيو شېبو پورې په د ولسمشر تر څنګ ولاړ وي.

د عبدالرشيد دوستم له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د خپل لومړي مرستيال له خوا په خپل کور کې ترتيب شوې مېلمستيا کې ګډون وکړ.

سرچينه زياتوي، جنرال دوستم ولسمشر ته د هرکلي تر څنګ څرګنده کړه چې د ژوند تر وروستيو شېبو پورې به د ولسمشر تر څنګ وي او د نظام د بريا لپاره به له هېڅ ډول کوښښ او هڅې ډډه ونه کړي.

په خبرپاڼه راغلي، ولسمشر د دې تر څنګ چې جنرال دوستم يې د افغانستان د ترکتبارو رهبر ونوماوو، د هغه او د هغه د پلويانو له هڅو او خدمتونو يې مننه وکړه، وويل چې د ټاکنيزو ژمنو په برخه کې د دولت سياستونه د عملي کېدو په حال کې دي.

هغه  د خپلو خبرو په يوه برخه کې بيا ډېر ټينګار وکړ چې هېڅ افغان پر بل افغان ښه لوړوالى نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.