ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د سرو زرو بيه لوړې شوې

په کابل کې د سرو زرو بيه لوړې شوې

author avatar
11 Feb 2016 - 17:30
په کابل کې د سرو زرو بيه لوړې شوې
author avatar
11 Feb 2016 - 17:30

کابل (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٤): کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د سرو زرو بيه لوړه شوې، خو له غوړيو پرته د خوراکي توکو بيې په خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار په تيمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالح زاده د زرګرۍ مالک محمد فواد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢١٠٠ څخه ٢٢٠٠ او د ٥٨٥ عيار يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه له ١٧٥٠ افغانۍ ١٨٠٠ افغانۍ لوړه شوې ده.

هغه وويل چې په کابل کې د سرو زور بيه په نړيوالو بازارونو کې د سرو زرو بيې د لوړېدو له امله لوړه شوې ده.

د خوراکي توکو له ډلې يوازې د غوړيو بيه يو څه لوړه شوې ده.

د کابل ښار خوارکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وايي چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ١٦ ليتره مومن غوړيو عمده پلور بيه له ٩٥٠ افغانۍ ٩٦٠ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

خو نوموړى وايي چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر ٤٩ کيلوګرامه لومړي درجه قزاقستاني اوړو بيه ١٢٦٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره ١٨٠٠ افغانۍ او ٢٥ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وريجې په ١٦٥٠ افغانۍ دي.

دغه راز د کابل منډوي د يوه چاى پلورونکي فضل احمد په وينا، نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه کيلوګرام تور افريقايي چاى عمده پلور بيه ٢٤٠ افغانۍ او د يو کيلوګرام مدينه شين چاى بيه ٢٢٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر  لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيه له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د دهن باغ سيمې د خوراکي توکو يوه پلورونکي احمد جاويد وويل، چې نن د ٤٩ کيلوګرامه بورې پرچون پلور بيه ١٩٥٠ افغانۍ، پنځوس کيلوګرامه لومړى درجه قزاقستاني اوړه ١٣٨٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړى درجه پاکستانۍ سېله وريژي ١٩٠٠ افغانۍ، ١٦ ليټره مومن غوړي ١٠٦٠ افغانۍ، يو کيلوګرامه تور افريقايي چاى ٢٧٠ افغانۍ او يو کيلو شين مدينه چاى ٢٦٠ افغانۍ دى.

د سون توکو بيې هم له کوم بدلون پرته په خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه ليتر پټرول تېلو بيه ٣٨ افغانۍ او د ډېزل تېلو بيه ٣٢ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار د کلوله پشتې بازار يوه ګاز پلورونکي محمد شريف وويل، چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه کيلو ګرام اوبلن ګاز بيه ٤٠ افغانۍ ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.