کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٤): د ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو مخالفينو په وړاندې چاڼيزو عملياتو کې ٢٢ وسله وال مخالفين او څلور د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو او افغان امنيتي ځواکونو له لوري په ګډه ترسره شوي دي.
سرچينه زياتوي، دغه عملیات د لوګر ولایت د پادخواب او مرکز، د خوست ولایت د نادرشاه کوټ، د میدان وردګ ولایت د سیداباد، د کندهار ولایت د ژیړۍ او غورک، د اروزګان ولایت د چورې، د هرات ولایت د ګذرې، انجیل، زنده جان، غوریان او کرخ، د بغلان ولایت د دهنه غوري او ډنډغوري شهاب الدین، د بلخ ولایت دهدادي، د بدخشان ولایت ارګو او د هلمند ولایت د سنګین ولسوالیو په اړوندو سیمو کې تر سره شوي دي.
سرچينه کاږي، په دې عملياتو کې ٢٢ وسله وال وال مخالفين وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.
د ملي دفاع وزارت وايي، دغه راز په دې عملياتو کې څلور د ملي اردو سرتېري هم وژل شوي دي.
خو وسله والو مخالفينو بيا د خپلو تلفاتو په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن