جلال اباد (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٤): د ننګرهار ولايت د اچين ولسوال غالب مجاهد د کابل ـ ننګرهار پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې ټپي شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه، کله چې نوموړي غوښتل له کابله جلال اباد ته سفر وکړي.
دى وايي چې د کابل د سروبي ولسوالۍ اړوند سيمه کې د هغه کرولا موټر له يوې بلې کرولا سره ټکر کړى دى.
د والي وياند وايي چې په دې پېښه کې له ولسوال غالب مجاهد سره د هغه موټر چلوونکی او يو ساتونکی هم ټپيان شوي، خو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.
د اچين ولسوال حاجي غالب له پژواک سره د خبرو پر مهال خپل روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او ويې ويل چې د مخ په برخه کې لږ ټپي شوى دى.
د هغه يو موټر چلوونکي پژواک اژانس ته وويل چې د دوی موټر د ملي اردو له مخامخ را روان موټر سره ټکر شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن