کابل ( پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٤) : په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان کمپبل وايي، ډېرى وسله وال طالبان غواړي چې د سولې د خبرو مېز ته راشي.
نوموړي دغه څرګندونې په افغانستان کې د خپلې ١٨ مياشتنۍ دندې په پاى کې د سلواغې په ٢٤مه، په کابل کې يوې خبري غونډې ته وکړې.
هغه زياته کړه چې وسله وال طالبان د ٢٠١٥ کال پر مهال ډېر وځپل شول او د تېرو کلونو په پرتله ډېره زياته مرګ ژوبله هم ورته واوښته .
د ناټو قوماندان وايي چې اوس طالبان د مشرتابه، وسله والو او مالي امکاناتو له کمښت سره مخامخ شوي دي.
د نوموړي په وينا، اوس ګڼ شمېر وسله وال طالبان غواړي چې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو مېز ته راشي.
دى وايي چې د سولې د خبرو لپاره طالبانو ته ټولې دروازې خلاصې دي ، خو زياته يې کړه چې د سولې خبرې به دافغان حکومت په مشرۍ پر مخ وړل کېږي.
جنرال کمپبل وويل چې ولسمشر اشرف غني د خپل واک په لومړۍ ورځ طالبانو ته د سولې بلنه ورکړې وه.
خو د ناټو قوماندان وويل، چې د سولې پروسه به وخت اخلي او په دې برخه کې پاکستان، چين او امريکا هم خپله همکاري پيل کړې ده.
د يادونې ده چې د افغان سولې پروسې د دويم پړاو پيلېدو په موخه د افغانستان، چين، پاکستان او امريکا څلور اړخيزې غونـډې پيل شوې او ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ څلورمه غونډه په کابل کې تر سره شي.
جنرال کمپبل ٢٠١٥ کال د افغان ځواکونو لپاره تر ټولو سخت کال وباله او ويې ويل چې په دې کال کې دوى ډېرې قربانۍ ورکړې دي.
د هغه په وينا، په دې کال کې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، لږ شمېر يې په غير جنګي ماموريت کې پاتې شول او د ټولو جګړو مسووليت افغان ځواکونو ته وسپارل شو.
دى وايي، چې د افغان ملي يووالي حکومت له مشرانو سره يې له نږدې خبرې کړې دي، څو د ٢٠١٦ کال لپاره ښه پلانونه ونيول شي، څو د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه ټيټه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن