د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په سنګين کې ځانمرګي بريد پنځه سرتېري ووژل

په سنګين کې ځانمرګي بريد پنځه سرتېري ووژل

Feb 13, 2016 - 10:44

لښګرګاه(پژواک،٢٤سلواغه٩٤):د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد شوى چې له امله يې پنځه امنيتي سرتېري وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د ٢١٥ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې په سنګين ولسوالۍ کې د ملي اردو پر کنډک ځانمرګى بريد شوى دى.

هغه وايي چې په دې بريد کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او يو بل ټپى دى.

د هغه په وينا، له ځانمرګي بريد کوونکي سره څلور نور کسان هم و، خو د ملي اردو د ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

خو د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ پژواک ته وويل چې دغه ځانمرګى بريد د سنګين ولسوالۍ د قوماندانۍ په دروازه کې شوى دى.

ده وويل چې په دې بريد کې څلور پوليس وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.

سرجنګ په ياد شوي بريد کې د ملي اردو سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه بې خبري وښوده.

خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا پژاوک ته وويل چې دغه ځانمرګى بريد د نيازمحمد په نوم د دوى يوه ملګري ترسره کړى دى.

هغه وايي چې نيازمحمد له چاودېدونکو توکو ډک ټانک ته د ملي اردو د کنډک پر وړاندې چاودنه ورکړې ده.

ده وويل چې د يادې چاودنې له امله د ملي اردو ٣٠ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او  جنګي مهمات يې هم له منځه تللي دي.

دغه راز احمدي وويل چې تېره شپه هم په سنګين ولسوالۍ کې طالبانو د پوليسو پر يو ماموريت او دوه پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دې بريدونو  کې ١٥ افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.

خو ډګرمن محمد رسول ځاځى بيا وايي چې تېره شپه په سنګين ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ هيڅ نښته نه ده شوې.

سنګين د هلمند ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده او مخابراتي شبکې هم په کې فعاليت نه لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement