ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : په نرخ کې ١٢وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي : په نرخ کې ١٢وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
14 Feb 2016 - 12:13
چارواکي : په نرخ کې ١٢وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
14 Feb 2016 - 12:13

کابل- پل علم (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٤): چارواکي وايي چې د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې د روانو عملياتو په ترڅ کې ٣٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ، خو طالبان دا مرګ ژوبله ردوي.

د  دغه ولايت د والي وياند توريالي همت د سلواغې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ګډو دولتي ځواکونو د سلواغې په ٢١مه په نرخ ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې پوځي عمليات پيل کړي دي.

هغه زياته کړه چې تر تېر بېګا پورې د دغو عملياتو په ترڅ کې ١٢ وسله وال وژل شوي او ١٨ نور ټپیان شوي، دغه راز يو دولتي سرتېرى هم وژل شوى او پنځه ټپیان دي.

د نوموړي په وينا چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د يادې ولسوالۍ د خانجانخېلو، عمرخېل، خواجه بلند او نورې سيمې له وسله والو پاکې شوې دي.

همت وايي چې د عملياتو پر مهال له وسله والو مخالفينو ګڼې  سپکې او درنې وسلې هم ترلاسه شوې او لسګونه ماينونه يې شنډ کړي دي.

د والي وياند وويل چې د عملياتو په ترڅ کې به په تصفيه شوو سيمو کې نوې امنيتي پوستې هم ځاى پر ځاى شي.

د دې ولسوالۍ د ده حيات کلي يوه اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو  څو ورځو راهيسې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښتې شوې دي.

ده وويل چې دولتي ځواکونه د ده حيات له کلي تر عمرخېلو او ده خرقه سيمو پورې رسېدلي او هلته هم نښتې شوې دي.

خو وسله والو طالبانو ويلي چې په نرخ کې د دوى وسله والو ته هيڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې او ادعا يې کړې چې د يادو عملياتو پرمهال شپږاافغان امنيتي کومانډو يې وژلي او عمليات له نامۍ سره مخ دي .

د دوى په ويب پاڼه کې راغلي چې تېر ماښام يې له امنيتي ځواکونو سره په نرخ کې سخته جګړه کړې

ده او امنيتي ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده .   

د يو بل خبر له مخې، د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې اووه طالبان ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.