ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د لسګونو موټرو تورې ښېښې پاکې شوې

په کابل کې د لسګونو موټرو تورې ښېښې پاکې شوې

author avatar
15 Feb 2016 - 14:18
په کابل کې د لسګونو موټرو تورې ښېښې پاکې شوې
author avatar
15 Feb 2016 - 14:18

کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۴): د کابل د ګارنیزیون عمومي قوماندانۍ اعلان وکړ چې په تازه امنیتي عملیاتو کې یې په کابل ښار کې د ۱۰۴ موټرو له ښېښو تور فلمونه لرې کړي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ له لوري پژواک ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترسره شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې قوماندانۍ له منظور شوې برنامې سره سم د ښار په بېلابېلو سیمو کې بې اسنادو زرهي او نظامي وسایطو د چک او کنټرول او د غیر مسوولو نظامي او غیر نظامي کسانو د ګرځېدو را ګرځېدو د مخنیوي لپاره یې د امنیتي ګرځنده ګزمې ډلې موظف کړې وې.

سرچینې زیاته کړې چې د دغه اقدام په پایله کې یې نظامي او غیر نظامي او د بېلابېلو ادارو او کسانو مربوط د ۱۰۴ موټرو ښېښې پاکې کړې او نور اضافي شیان یې ترې لرې کړي دي.

سربېره پر دې اته نظامي او غیر نظامي بې اسناده موټر، له غیر مسوولو کسانو څلور کلاشینکوفونه، دوه کلکوف، څلور تومانچې او دوه نظامي چمپرونه هم راټول شوي او د کابل د ګارنیزیون عمومي قوماندانۍ ته ولېږدول شول.

د دې خبرپاڼې په اخر کې راغلي چې د ګارنیزیون له عمومي قوماندانۍ د خلکو، جهادي رهبرانو، علماوو، مدني بنسټونو او ځوانانو ملاتړ د کابل د امنیت په ټینګښت کې د امنیتي ځواکونو د بریا لامل شوی دی. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.