ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې لس وسله وال  وژل شوي

بغلان کې لس وسله وال وژل شوي

author avatar
16 Feb 2016 - 18:42
بغلان کې لس وسله وال  وژل شوي
author avatar
16 Feb 2016 - 18:42

 پلخمري (پژواک،٢٧ سلواغه ٩٤ ): د بغلان پوليس وايي چې ددې  ولايت ډنډ شهاب الدين  سيمه کې د برېښنا پايو د رغولو لپاره د ترسره شوو  عملياتو په ترڅ کې ، ١٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.

د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد عوض نذير پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو پرون د بغلان مرکز اړوند ډنډ شهاب الدين سيمه کې د طالبانو پر سنګرونو بريد وکړ او وتوانېدل چې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د  ويجاړو شوو پايو سيمې ته ځان ور ورسوي.

نوموړي زياته کړه چې د نښتې پرمهال ١٠ وسله وال مخالفين ووژل شول او ١٤ نور ټپيان شوي او دوه نور يې چې د بلخ او پکتيا ولايت اوسېدوونکي دي د تېښتې پرمهال ونيول .

 د پوليسو دې مقام وويل :" که څه هم د ويجاړو شوو پايو سيمه د امنيتي ځواکونو په لاس کې ده، خو طالبان له لرې سيمو ډزې کوي او هڅه کوو چې  په څو راتلونکو ورځو کې سيمه په بشپړه توګه د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه کړو."

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې ډنډ شهاب الدين کې يې برېدونه په شا تمبولي او دولتي ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړي، د طالبانو په انټرنټ پاڼه کې د يو ټانک ويجاړېدو او يو شمېر سرتېرو د وژل کېدو خبره کړې ده، خو نور جزييات يې نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي نن له غرمې مخکې پژواک ته وويل چې ددې شرکت تخنيکي ډله له ويجاړو شوو پايو څخه ٢٠٠ متره واټن لري؛ خو امنيتي ځواکونو لا هم هغوى ته د پايو جوړولو اجازه نه ده ورکړې.

خو د هغه په وينا، ښايي يو ساعت وروسته تخنيکي ټيم ته اجازه ورکړل شي چې د پايو رغولو کار پيل کړي.

 د برېښنا يوه پايه، د ډند شهاب الدين سيمه کې د سلواغې په ٧مه ويجاړه شوه او له هغه وخت راهيسې له ازبکستان څخه شاوخوا ٣٠٠ ميګاواټه غځېدلې برېښنا کابل ښار ته پرې شوه چې  له دې امله کابل ښاريان د نوبت په ډول ٢٤ ساعتونو کې د څو ساعتونو لپاره له برېښنا څخه برخمن کېږي، راپورونه کاږي چې په همدې سيمه کې د برېښنا يوه بله پايه هم د ناپېژاندو کسانو له لوري ويجاړه شوې ده.

دولتي مسوولين، طالبان ددې پايو د ويجاړولو مسوول ګڼي؛ خو طالبان وايي چې دا پايې  دولت   د درندو وسلو پر ډزو ويجاړې کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.