ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: موږ د امنيت ټينګښت کې د مجاهدينو رول ته په ارزښت قايل يو

حکومت: موږ د امنيت ټينګښت کې د مجاهدينو رول ته په ارزښت قايل يو

author avatar
16 Feb 2016 - 19:19
حکومت: موږ د امنيت ټينګښت کې د مجاهدينو رول ته په ارزښت قايل يو
author avatar
16 Feb 2016 - 19:19

کابل (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٤: حکومت، د امنيت په ټينګښت کې د مجاهدينو رول ته د نه پاملرنې په اړه د پخوانيو جهادي مشرانو او قوماندانانو له سختو نيوکو وروسته ويلي چې مجاهدين د نظام يوه برخه ده او د امنيت په ټينګښت کې د دوى رول ته ارزښت ورکوي.

پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سياف پرون له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو په اړه د جوړو شويو مراسمو په ترڅ کې په سختې نيوکې سره وويل، چې د ملي يووالي حکومت د هېواد امنيت د ټينګښت په برخه کې بې وسه دى او له همدې امله خلک بايد له خپل وطن څخه د دفاع لپاره چمتو شي.

 د هغه په وينا، حکومت د نظام له رانسکورېدو څخه د مخنيوي لپاره بايد له هېواد څخه د دفاع په موخه د مجاهدينو ګډون ته زمينه برابره کړي.

 محمد اسماعيل او يو شمېر نورو پخوانيو جهادي قوماندانانو هم ګواښ کړى چې که حکومت د امنيتي ځواکونو او سيمه ييزو ادارو په چوکاټ کې بدلون رامنځته نه کړي، نو وضعيت به لاپسې خراب شي.

 خو د حکومت اجرايي رياست وايي، چې د حکومت اجرايي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله څو ځلې دا خبره ياده کړې چې مجاهدين د امنيت په ټينګښت کې اساسي رول لري او حکومت هم دې چارې ته ارزښت ورکوي.

 د حکومت د اجرايي رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل چې مجاهدين هم د نظام يوه برخه ده او دوى په بېلابېلو سياسي او امنيتي بستونو کې پر دندو بوخت دي.

هغه زياته کړه: "ډاکټر عبدالله هم يو مجاهد دى او حکومت پر دې کار کوي، څو شته امنيتي ستونزو ته له مجاهدينو سره په ګډه ځواب ووايي نو له دې امله د امنيت په ټينګښت کې د مجاهدينو رول اساسي ارزښت لري."

 فيصل وويل، چې حکومت يو پراخه اصلاحي پروګرام په پام کې لري چې پر بنسټ به يې په ټولو سکټورونو کې هغه ډول چې د ملي يووالي حکومت مشرانو ژمنه کړې وه، اصلاحات رامنځته شي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضياء مسعود، په دې وروستيو کې شمال او شمال ختيځو ولايتونو ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو پر وړاندې د خلکو د مقاومت شوراګانو پر رامنځته کول ټينګار کړى او ويلي يې دي، د امنيتي ځواکونو په وړتيا سره ستونزمنه ده چې له هېواد څخه دفاع وشي، بايد جګړه په ملي او د خلکو په کچه تر سره شي، څو د مجاهدينو رول پکې څرګند وي.

 خو د پوځي چارو کارپوه خليل نوري وايي، چې امنيتي سکټور بايد له سياسي، قومي ، ډله ييزو او سمتي مسايلو څخه پاک او لرې وساتل شي.

 هغه وويل: "امنيتي ځواکونه بايد پياوړي شي او ټول شخصيتونه ترې ملاتړ وکړي او په امنيتي سکټور کې مجاهدينو ته رول ورکول او د دوى په نوم د شورا رامنځته کول، تېر ته ورستنېدل دي چې د ډېرو ستونزو لامل شوي او په راتلونکي کې يې بيا مهارول هم ستونزمن دي."

 هغه ټينګار وکړ چې د ملي يووالي حکومت کورني اختلافونه د دې لامل شوي، څو د جګړې د کابو کولو لپاره يو منظم پلان ونه لري او وسله والو  مخالفينو له بده مرغه له يادې تشې ګټه پورته کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.