ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د امنيتي ځواکونو نوم دې له ننګين لسته ووېستل شي”

“د امنيتي ځواکونو نوم دې له ننګين لسته ووېستل شي”

author avatar
16 Feb 2016 - 18:51
“د امنيتي ځواکونو نوم دې له ننګين لسته ووېستل شي”
author avatar
16 Feb 2016 - 18:51

کابل (پژواک ٢٧ سلواغه ٩٤): د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له سازمانه وغوښتل چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو نوم له "ننګين لسته" وباسي، ځکه ملي پوځ په ليکو کې د کم عمره ماشومانو ګومارل بند شوي دي.

دغه څرګندونې، نن د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي د وسله والو شخړو او ماشومانو په چارو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې ليلا زورګي سره په ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

په ١٣٨٩ کال د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې کراکرامي په خپل راپور کې ليکلي و، چې د افغانستان په ملي پوځ کې تر ١٨کلن کم عمره ماشومان شته، نو ځکه دغه سازمان د امنيتي ځواکونو نوم په دغه لست کې شامل کړ.

په ياد شوي کنفرانس کې کرزي وويل، د افغانستان دولت د اساسي قانون د اوومې مادې پربنسټ د بشري حقونو په ملاتړ او رعايت مکلف دى او په دې برخه کې يې جدي کړنې ترسره کړې دي.

ده زياته کړه، د افغانستان ملي پوځ په ليکو کې د کم عمره ماشومانو د نه جذبولو په موخه عملي پلان تدوين شوى او په کابل کې د يوناما او يونسيف له دفترونو سره په ګډه يې عملي چارې پيل کړې دي.

د هغه په وينا، موږ په همدې موخه په پوځي قطعاتو کې د ماشومانو د نه ګومارنې قانون تصويب کړى او د دې کار د مخنيوي لپاره يې ١٥ فقره ييز پلان تصويب کړى، د ملي پوځ په ليکو کې د سن د ټاکلو په اړه کړنلارې جوړې شوي، د جلب او جذب په مرکزونو کې داسې ادارې رامنځ ته شوي چې د کم عمره ماشومانو د استخدام مخنيوى کوي.

نوموړي وويل چې په هرات او ننګرهار کې يې د "ماشوم، نه سرتېرى" کمپاينونه هم ترسره کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وايي: "دا کړنې د دې ښکارندويي کوي چې د افغانستان دولت ژمن دى چې د ملي پوځ په ليکو کې کم عمره ماشومان نه ګوماري؛ نو د ملګرو ملتونو له سازمان څخه زموږ غوښتنه داده چې د ملي پوځ نوم له ننګين لسته وباسي."

د وسله والو شخړو او ماشومانو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ليلا زورګي وويل، نړيواله ټولنه ژمنه ده او هڅه کوي چې په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځ ته شي، ځکه که چېرې سوله نه وي، نو د نورو تېروتنو ترڅنګ د ماشومانو حقونه هم نه خوندي کېږي.

هغې زياته کړه، د افغانستان د دولت هغه هڅې ستايي چې د ملي ځواکونو په ليکو کې د کم عمره ماشومانو د نه استخدام په اړه يې ترسره کړې دي.

د نوموړې په خبره، هڅه به وکړي د افغانستان د امنيتي ځواکونو نوم له ياد شوي لست څخه ووېستل شي.

مېرمن زورګي وايي، هغې په دې برخه کې د افغانستان د ملي دفاع، کورنيو چارو، حج او اوقافو، کار او ټولنيزو چارو وزارتونو، د ملي امنيت لوى رياست او د بشري حقونو له خپلواک کميسيون سره کتلي او هغوى ټولو ورسره ژمنه کړې، چې په دې برخه کې به خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.