د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لاجوردو رېل پټلۍ به تر دريو راتلونکو مياشتو پرانيستل شي

د لاجوردو رېل پټلۍ به تر دريو راتلونکو مياشتو پرانيستل شي

Feb 16, 2016 - 11:57

ميمنه (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٤): فارياب ولايت ته استول شوى پلاوى وايي چې د لاجورد د اوسپنې پټلۍ په پلې کېدو سره به د افغانستان اقتصاد وغوړېږي، د ترانسپورت سکټور ته به د کار زمينه برابره شي او خلک به هم په کار بوخت شي.

د مرکزي اسيا هېوادونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار او د ولسمشر د لومړي مرستيال ستر سلاکار محمد شاکر کارګر چې د دغه پلاوي مشري کوي او د ترکمنستان په پوله کې يې له اقينې بندر څخه ليدنه کړې ده، وايي چې ترکمنستان خپله خاوره کې د اورګاډي د غځېدلې پټلۍ او درې کيلومتره د افغانستان په خاوره کې چې د فارياب اقينه بندر هم په کې شامل دى، مالي لګښت يې ورکوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لاجورد د اوسپنې پټلۍ کرښې طرحه او ډیزاين په تېرو څوو مياشتو کې ترسره شوي چې کاربه يې راتلونکو دوو – دريو مياشتو کې بشپړ او په رسمي ډول پرانيستل شي.

د کارګر د معلوماتو له مخې، وروسته له دې پروژې کار له اقينه بندر څخه تر اندخوى ولسوالۍ پورې چې ٣٦ کيلومتره واټن دى د ترکمنستان په لګښت پيل شي؛ خو افغانستان اړ دى چې د دې پروژې پيسې په تدريجې ډول، د دې اوسپنې پټلۍ له عوايد څخه ياد هېواد ته ورکړي.

د مرکزي اسيا په چارو کې د ولسمشر سلاکار زياته کړه چې وروسته به د اورګاډي ياده پټلۍ له اندخوى څخه د بلخ ولايت د حيرتان تر دوه لارې پورې د ٢٠٠ ميليونو ډالرو په لګښت د اسيايي پراختيايي بانک له لوري وغځول شي او ياد بانک ژمنه کړې، څو د دې پروژې پيسې ٢٠١٦ زېږديز کال کې ورکړي.

د کارګر په وينا، له اقينې بندر څخه د تاجکستان پوله کې د کندوز ولايت تر شيرخان بندر پورې د لاجوردو اوسپنې پټلۍ ټولټال ٥٠٠ کيلومتره اوږده ده، ښايي يو ميليون ډالره لګښت پرې راشي.

د مرکزي اسيا په چارو کې د ولسمشر سلاکار له مل پلاوي سره د اوسپنې پټلۍ د پرانيستې مراسمو د چمتوالي لپاره اندخوى ولسوالۍ ته سفرکړى،ددې ولايت له ملکي او پوځي چارواکو سره ليندنه کړې ده، د اوسپنې پټلۍ د پرانيستې مراسمو ترسره کولو لپاره يې امنيتي،فرهنګي،پروتوکول،تشريفاتو،زيربنا او ترانسپورت کمېټې جوړې کړي دي.

کارګر وويل چې د اوسپنې پټلۍ، د ورېښم له لارې افغانستان له اسيا او د کسپين سمندرګوټي له لارې يې اروپا سره نښلوي، تر دوو – دريو راتلونکو مياشتو پورې به د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو او د ځينو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون، د اقينې بندر په ښارګوټي کې پرانيستل شي.

نوموړي زياته کړه: "د اوسپنې دا پټلۍ يوه ملي او نړيواله پروژه ده، پرانيستل به يې د افغانستان لپاره يوه تاريخې موکه وي چې په عملي کېدو سره به يې د هېواد اقتصاد وده او پراختيا ومومي، د ترانسپورت سکتور په کار اخته کېږي او خلکو ته کاري موکې رامنځ ته کېږي."

د ولسمشر ياد سلاکار زياته کړه چې د لاجورد اوسپنې پټلۍ د پرانيستې په لومړي کال به شاوخوا ٣،٥ ميليونه ټنه سوداګريز توکي د اقينې بندر له لارې وارد او صادر شي، دا شمېره به تر ٢٠٢٠ کال پورې ١٠ ميليونو ټنو ته ورسېږي.

کارګر وويل: "دا لار، د سوداګريزو توکو د لېږد لپاره د ايران او پاکستان لارې لپاره الترنټيف لار ده."

د فارياب والي سيدانور سادات وويل چې کمېسيون د لاجورد اوسپنې پټلۍ پرانيستې مراسمو لپاره خپل لومړني کارونه پيل کړي دي کورنيو چارواکو او بهرنيو مېلمنو ته د هرکلي لپاره په امنيتي، فرهنګي او ترانسپورټي برخو کې مسووليتونه مشخص شوي دي.

نوموړي زياته کړه :" د لاجورد اوسپنې پټلۍ پرانيستل د ملت برخليک ته بدلون ورکوي او د ملي او سيمه ييز اقتصاد په وده کې پراخ اغېز لري."

سادات د امنيت موضوع تر ټولو ستره ننګونه وبلله او زياته يې کړه چې طالبان به د ميمنې – هرات حلقوي لويې لارې په څېر هڅه وکړي چې د دې سترې ملي پروژې د عملي کولو په برخه کې ستونزې راولاړې کړي؛ خو د دې پروژې د امنيت خوندي کولو بنسټېزې اړتياوې يې دولت او امنيتي بنسټونو ته وړاندې کړې دي او هغوى ډاډ ورکړى چې د امنيتي مسايلو په برخه کې به اړين تدبيرونه تر لاس لاندې ونيسي.

د فارياب والي وويل چې کمېسيون پرېکړه وکړه چې د لاجورد اوسپنې پټلۍ د پرانيستې پرمهال به د کورنيو صنعتي توليداتو په ځانګړې توګه د غاليو يو نندارتون هم اقينه کې نندارې ته وړاندې شي.

د اندخوى ډيرى وګړي چې اقينه يې هم يوه برخه ده، غالۍ اوبدوونکي دي او له دې لارې خپل ژوند پر مخ وړي.

ولسي جرګه کې د خلکو استازي محمدهاشم اورتاق د لاجور اورګاډي پټلۍ له اقتصادي اړخه ارزښتمنه بولي او ويې ويل، چې دا کرښه به د سوداګرو توکو د لېږد لپاره د نورو ترانسپورتي وسايطو په پرتله ارزانه پرېوځي او د دې تر څنګ به کورنيو خصوصي شرکتونو ته د کار فرصتونه رامنځ ته شي.

اورتاق زياته کړه: "ښايي د افغانستان دښمنان هڅه وکړي څو دا پروژه ناکامه شي؛ خو دولت کولى شي چې د لږو امنيتي تدبيرونو پر مټ، ګواښ لرې کړي؛ په دې شرط چې مسوولين ورته پام وکړي."

هغه زياته کړه چې فارياب لرې پروت ولايت دى او ډېرى کسان يې وزګار دي، د دې پروژې د عملي کېدو په صورت کې اړوند بنسټونه اړ دي چې بشري ځواک د سيمې له خلکو څخه وګوماري.

د دولتي پلاوي ترکيب کې د ملي دفاع وزارت استازى جنرال مراد علي مراد، د ماليې وزارت مرستيال قاهر رحيمي، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي مشر محمد يما شمس، د ځمکني ترانسپورت رييس فريد الله شېرزى د افغانستان د سوداګرۍ خونې عامل مشر عتيق الله نصرت شامل دي.

افغانستان، له هغو هېوادونو دى چې د اوسپنې پټلۍ په کې لږ پراختيا کړې ده او دا مهال يوازې ٧٥ کيلومتره د اوسپنې پټلۍ له حيرتان څخه مزارشريف ته غځېدلې ده ، تر اوسه د هېواد د سترې اوسپنې پټلۍ د دويمې پروژې د جوړولو چارې چې تېرو کلنو کې له ايران پولې څخه هرات ته پيل شوې دي، تر دې دمه نابشپړې پاتې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan