ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لاجوردو رېل پټلۍ به تر دريو راتلونکو مياشتو پرانيستل شي

د لاجوردو رېل پټلۍ به تر دريو راتلونکو مياشتو پرانيستل شي

author avatar
16 Feb 2016 - 11:57
د لاجوردو رېل پټلۍ به تر دريو راتلونکو مياشتو پرانيستل شي
author avatar
16 Feb 2016 - 11:57

ميمنه (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٤): فارياب ولايت ته استول شوى پلاوى وايي چې د لاجورد د اوسپنې پټلۍ په پلې کېدو سره به د افغانستان اقتصاد وغوړېږي، د ترانسپورت سکټور ته به د کار زمينه برابره شي او خلک به هم په کار بوخت شي.

د مرکزي اسيا هېوادونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار او د ولسمشر د لومړي مرستيال ستر سلاکار محمد شاکر کارګر چې د دغه پلاوي مشري کوي او د ترکمنستان په پوله کې يې له اقينې بندر څخه ليدنه کړې ده، وايي چې ترکمنستان خپله خاوره کې د اورګاډي د غځېدلې پټلۍ او درې کيلومتره د افغانستان په خاوره کې چې د فارياب اقينه بندر هم په کې شامل دى، مالي لګښت يې ورکوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لاجورد د اوسپنې پټلۍ کرښې طرحه او ډیزاين په تېرو څوو مياشتو کې ترسره شوي چې کاربه يې راتلونکو دوو – دريو مياشتو کې بشپړ او په رسمي ډول پرانيستل شي.

د کارګر د معلوماتو له مخې، وروسته له دې پروژې کار له اقينه بندر څخه تر اندخوى ولسوالۍ پورې چې ٣٦ کيلومتره واټن دى د ترکمنستان په لګښت پيل شي؛ خو افغانستان اړ دى چې د دې پروژې پيسې په تدريجې ډول، د دې اوسپنې پټلۍ له عوايد څخه ياد هېواد ته ورکړي.

د مرکزي اسيا په چارو کې د ولسمشر سلاکار زياته کړه چې وروسته به د اورګاډي ياده پټلۍ له اندخوى څخه د بلخ ولايت د حيرتان تر دوه لارې پورې د ٢٠٠ ميليونو ډالرو په لګښت د اسيايي پراختيايي بانک له لوري وغځول شي او ياد بانک ژمنه کړې، څو د دې پروژې پيسې ٢٠١٦ زېږديز کال کې ورکړي.

د کارګر په وينا، له اقينې بندر څخه د تاجکستان پوله کې د کندوز ولايت تر شيرخان بندر پورې د لاجوردو اوسپنې پټلۍ ټولټال ٥٠٠ کيلومتره اوږده ده، ښايي يو ميليون ډالره لګښت پرې راشي.

د مرکزي اسيا په چارو کې د ولسمشر سلاکار له مل پلاوي سره د اوسپنې پټلۍ د پرانيستې مراسمو د چمتوالي لپاره اندخوى ولسوالۍ ته سفرکړى،ددې ولايت له ملکي او پوځي چارواکو سره ليندنه کړې ده، د اوسپنې پټلۍ د پرانيستې مراسمو ترسره کولو لپاره يې امنيتي،فرهنګي،پروتوکول،تشريفاتو،زيربنا او ترانسپورت کمېټې جوړې کړي دي.

کارګر وويل چې د اوسپنې پټلۍ، د ورېښم له لارې افغانستان له اسيا او د کسپين سمندرګوټي له لارې يې اروپا سره نښلوي، تر دوو – دريو راتلونکو مياشتو پورې به د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو او د ځينو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون، د اقينې بندر په ښارګوټي کې پرانيستل شي.

نوموړي زياته کړه: "د اوسپنې دا پټلۍ يوه ملي او نړيواله پروژه ده، پرانيستل به يې د افغانستان لپاره يوه تاريخې موکه وي چې په عملي کېدو سره به يې د هېواد اقتصاد وده او پراختيا ومومي، د ترانسپورت سکتور په کار اخته کېږي او خلکو ته کاري موکې رامنځ ته کېږي."

د ولسمشر ياد سلاکار زياته کړه چې د لاجورد اوسپنې پټلۍ د پرانيستې په لومړي کال به شاوخوا ٣،٥ ميليونه ټنه سوداګريز توکي د اقينې بندر له لارې وارد او صادر شي، دا شمېره به تر ٢٠٢٠ کال پورې ١٠ ميليونو ټنو ته ورسېږي.

کارګر وويل: "دا لار، د سوداګريزو توکو د لېږد لپاره د ايران او پاکستان لارې لپاره الترنټيف لار ده."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.