ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روان کال ترافیکي پېښو په کندهار کې ۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

روان کال ترافیکي پېښو په کندهار کې ۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
16 Feb 2016 - 11:29
روان کال ترافیکي پېښو په کندهار کې ۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
16 Feb 2016 - 11:29

کندهار (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٤):  د کندهار ولايت د ترافيکو مديريت مسوولين وايي، ترافيکي پېښو په دغه ولايت کې ٤٠٢ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې چې په تړاو يې ګڼ کسان نيول شوي او دوسيې يې اړوندو څارنواليو ته استول شوې دي.

د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمدالله خان پژواک خبري اژانس ته وويل، د روان کال په اوږدو کې په دغه ولايت کې ٧٢ ترافيکي پېښو له ٩٣ تنو ژوند اخيستى چې ٦٢ يې نارينه، ٥ مېرمنې او ٢٦ ماشومان دي او دغه راز ١٧٧ ترافيکي پېښو بيا ٣٠٩ تنه ټپيان کړي چې ١٧٧ نارينه، ٣٤ مېرمنې او ٩٨ ماشومان په کې شامل دي.

هغه زياته کړه، د دغو ترافيکي پېښو په تړاو لسګونه کسان نيول شوي چې دوسيې اړوندو څارنواليو ته استول شوي، خو ځينې بيا داسې هم دي چې تر پېښې وروسته تښتېدلي او پوليس يې د نيول کېدو هڅې کوي.

دى وايي، دغه پېښې د تېرو کلونو په پرتله کمې دي، خو د ترافيکو مديريت هڅه کوي چې قانون او نظم پلى کړي او د ترافيکي پېښو کچه نوره هم کمه کړي.

د ده په خبره، د دې لپاره چې ترافيکي نظم وساتل شي په پر له پسې توګه يې د ترافيکي اصولو او قوانينو د زده کړې کورسونه جوړ کړي چې په ترڅ کې يې د روان کال په اوږدو کې ٣٩٩١ تنو ته د موټر چلوونې لايسنسونه ورکړي دي.

نوموړى پر لويو لارو د ترافيکي پېښو د ډېروالي لاملونه د ترافيکي اصولو نه مراعتول، تېز تګ او د سړکونو خراب حالت بولي چې تر ډېره په کې ٣٠٣ باروړونکي موټرونه دخيل دي، خو په ښار کې د ننه بيا د ډېرو ترافيکي پېښو عمده عوامل موټر سايکلونه، زرنج او ناقانونه وارد شوي راسته اشټرينګ لرونکي موټرونه دي.

دى وايي، په همدې بنسټ يې په روان کال کې لسګونه ناقانونه موټرونه درولي او دغه راز يې د زرنج موټر سايکلونو سلګونه چلوونکي اړ کړي چې د هغوى له خوا په جوړېدونکو روزنيزو کورسونو کې داخل شي او ترافيکي قوانين زده کړي او د چلوونې رسمي سند تر لاسه کړي.

نوموړي پر لويو لارو د ترافيکي پېښو د مخنيوي په اړه وويل چې د کندهار د امنيې قوماندانۍ په مرسته يې هغو ٣٠٣ مسافروړونکو موټرو ته د تګ او راتګ وختونه ټاکل چې له کندهاره کابل، هرات او نورو ولايتونو ته سفرونه کوي.

دى وايي، د همدغه اقدام له مخې د تېرو کلونو په پرتله اوس پر لويو لارو ترافيکي پېښې کمې شوې، خو هغه چې شوې، نو په تړاو يې د اړوندو ترانسپورتي شرکتونو چلوونکي نيول شوي او زندان ته لېږل شوي دي.

نوموړي د ترافيکي پېښو په برخه کې يوه عمده ستونزه د هغو کم عمره هلکانو ګڼي چې قانوني سن يې نه وي پوره کړى او په ښار کې موټر سايکل يا موټر چلوي.

هغه له والدينو غوښتنه وکړه چې خپلو کم عمره اولادونو ته دې اجازه نه ورکوي چې په ښار کې وسايط وچلوي.

نوموړي دغه راز خبر ورکړ چې د کندهار ښاروالۍ له خوا په ښار کې د ترافيکو پېښو د مخنيوي په خاطر پر څلور لارو د برېښنايي ترافيکي اشارو نصبول پيل کړي، چې ښې پايلې به ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.