کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٤): د کابل ښار تايمني ساحه کې يو ګاز پلورنځی د ګازډبې د چاودنې له امله په بشپړه توګه سوځېدلى چې له امله يې دوه کسان ژوبل شوي او يو موټر هم زيانمن شوى دى.
عيني شاهدان وايي چې دا اورلګېدنه نن سهار اووه بجې او ۵۰ دقیقې د هټۍ وال او پېرونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
نذيراحمد چې لاس او بدن يې د اور لګېدنې له امله سوځېدلي وو، پژواک خبري اژانس ته يې وويل: ((زه د ګازډبې د ډکولو لپاره راغلى وم، په هټۍ کې ولاړ وم، د هټۍ وال په لاس کې لايټر و، يوه ډبه يې چک کوله چې يو په يو يې اور واخيست.))
هغه زياته کړه، کله چې ډبه وچادېده، هغه له هټۍ نه وتښتېد، خو د اور لمبې سختې وې چې له امله يې لاس او وجود په بشپړ ډول سوځېدلي دي.
د دغه پېرونکي په خبره، کرولا موټر يې د هټۍ څنګ ته ولاړو چې د اور له امله يې څوکۍ، ټايرونه او سويچ بورډ سوځېدلي دي.
نذيراحمد وويل چې هۍ وال هم په دې پېښه کې سوځېدلى او روغتون ته وړل شوى دى.
د څلورمې امنيتي حوزې د اطفايې مدير محمد کبيروايي چې پر دې هټۍ سربېره، يو ګاونډى ګاز پلورنځى هم سوځېدلى او مالکانو ته يې شاوخوا سر زره افغانۍ زيان رسېدلى دى.
هغه وويل چې ځايي خلکو ورته سهار مهال شاوخوا اته بجې زنګ وهلى او ٨:٠٣ بجې د پېښې ځاى ته رسېدلى او اور يې مړ کړى دى. که داسې نه واى شوي، نو امکان و چې نورو هټيو ته هم د اور لمبې ورسېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن