ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اچين کې د داعش ډلې ٤٥ وسله وال وژل شوي

په اچين کې د داعش ډلې ٤٥ وسله وال وژل شوي

author avatar
17 Feb 2016 - 15:22
په اچين کې د داعش ډلې ٤٥ وسله وال وژل شوي
author avatar
17 Feb 2016 - 15:22

کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۹۴): د کورنيو چارو وزارت وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د داعش ۴۵ کسان وژل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي نن نږدې غرمه مهال په کابل کې د جزئياتو له ورکولو پرته خبريالانو ته وويل چې دغه کسان د اچين په بېلابېلو سيمو کې وژل شوي دي.

داعش ډلې تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي او پژواک هم په اچين کې له کومې سرچينې سره اړيکه ټينګه نه شوکړاى تر څو په دې اړه معلومات ترلاسه کړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند داعش د افغانستان د امنيت لپاره ستر ګواښ وباله او ويې ويل: "افغان امنيتي ځواکونو د سيمې او نړۍ له سترو تروريستي ډلو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې په جګړه بوخت دي."

دی وايي چې په تېره يوه اوونۍ کې په بغلان، کاپيسا، کندهار، کندوز او بدخشان ولايتونو کې ۱۲ وسله وال مخالفين وژل شوي او د هغوى پنځه کلاشينکوف او يو "ار پي جي" راکټ د دولتي ځواکونو لاسته ورغلى دى.

خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې په کندهار، بدخشان، کندوز او بغلان کې يې د دولتي ځواکونو لسګونو تنه وژلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.