کابل (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩٤): د ملي امنيت رياست وايي چې د ملي امنيت موظفينو په پکتيکا ولايت کې په ښځينه جامو کې د وسله والو مخالفانو يو قوماندان نيولى، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري د سلواغې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت موظفينو د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې يو وسله وال مخالف په داسې حال کې نيولى چې ښځينه جامې يې پر ځان وې.
په اعلاميه کې راغلي: ((دغه کس خضرعلي نومېږي او په برمل ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو سيمه ييز قوماندان و.))
سرچينه وايي، له نيول شوي کس څخه یوه کلاشینکوف، څلور شاژورنه او دوه لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي.
اعلاميه زياتوي، نيول شوي کس په لومړنيو څېړنو کې په ترهګریزو چارو کې خپل لاس لرل منلى دى.
د اړوندې موضوع په اړه د ملي امنيت له لوري يوه ويډيو هم رسنيو ته استول شوې ده.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په برمل ولسوالۍ کې د دوى هېڅ قوماندان نه دى نيول شوى.
هغه زياته کړه: ((موږ په دې اړه ټول ولس ته ډاډ ورکوو، چې داسې آوازې حقیقت نه لري.))
برمل د پکتيکا د ناامنيو ولسواليو له ډلې څخه ده چې ډېرى وخت په کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړې رامنځته کيږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن