لښکرګاه (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۴): د کرنې او مالدارۍ وزير وايي، د راتلونکي کال تر پايه به په هلمند کې د ٥٠٠ ميليونو افغانيو په لګښت کرنيزې پروژې پلې شي.
د کرنې او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير د سلواغې په ٢٩مه، لښکرګاه ښار کې د خبري غونډې پرمهال وويل چې په روان او راتلونکي کال به په هلمند کې زرګونه کرنيزې پروژې پلې شي.
ده زياته کړه، له دې پروژو څخه ځينې يې پلې شوي، يو شمېر نورې يې د پلي کېدو په حال کې دي او د ځينو لپاره يې په پلان جوړولو کار پيل کړى دى.
د ضمير د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې دوه زره د انارو او انګورو بڼونه، شنې خونې، پنځه سوه د پستو باغونه، د اوبو بندونه، کشمش خونې، د ښځو لپاره پنځه سوه کوچني باغونه، د چرګانو فارمونه او يو شمېر نورې پروژې شاملې دي.
د هغه په وينا، په دې پروژو به په ټوليز ډول تر پنځه سوه ميليونو افغانيو لګښت وشي او يو شمېر وزګارو کسانو ته به د کار زمينه هم برابره شي.
دغه راز په دې غونډه کې د هلمند والي ميرزا خان رحيمي وويل، د کرنې او مالدارۍ وزارت بايد د کجکي او ګرمسير ولسواليو د کانالونو پروژې له سره پيل کړي او د بست تصدۍ فابريکه دې هم بېرته فعاله کړي.
په دې غونډه کې په هلمند کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې رييس سيد احمد ورور وويل، په دې ولايت کې د اړينو پروژو د نه شتون له امله پر ٨٠زره هکتاره ځمکه نشه يي توکي کرل کيږي.
د ده په خبره، په دې ولايت کې بايد داسې پروژې پلې شي، ترڅو د نشه يي توکو د کښت بديل وګرځي.
هلمند د افغانستان تر ټولو ناامنه ولايت دى، چې د نورو ولايتونو ترمنځ د کوکنارو په کښت کې لومړى ځاى لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن