زرنج (پژواک، ٢٩سلواغه ٩٤): د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د وسله والو له خوا د يوه تښتول شوي ځوان سر پرې شوى دى.
محمدعارف له درېيو نورو کسانو سره شاوخوا درې اوونۍ وړاندې په يوه مسافر وړونکي سراچه موټر کې له خاشرود نه د نيمروز مرکز زرنج ښار ته روان و چې له موټر ښکته او بيا وتښتول شو.
د نيمروز امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې عارف يو عادي وګړى و، په دولت کې يې دنده نه درلوده او د هغه مړى يې د خاشرود له يوې سيمې تر لاسه کړى دى.
د سرچينې په خبره، طالبانو د دغه ځوان سر پرې کړى او د درېيو نورو ملکي وګړو برخليک چې له ده سره يو ځاى تښتول شوي وو او ټول د هلمند اوسېدونکي دي، تر اوسه څرګند نه دى.
هغه زياته کړه چې طالبانو ځکه دا کس وژلى چې ورور يې تر يوې مياشت مخکې د خاشرود امنيه قوماندان و او اوس په دنده کې د ناغېړۍ له امله بندي دى.
د خاشرود ولسوال محمدهاشم نورزي زياته کړه چې د دغه ځوان مړى د سيمې د سپين ږيرو له خوا نن دوى ته سپارل شوى او د نيمروز ولايتي روغتون ته لېږدول شوى دى.
طالبانو د دغه ځوان د وژنې په اړه څه نه دي ويلي، خو د تښتونې پر مهال يې ويلي وو چې څلور واړه د خاشرود په يوه امنيتي پوسته پورې اړه لري.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستۍ يوه اوونۍ کې د نيمروز خلکو او مخورو د تښتونو او وژنو په اړه څو ځله لاريون کړى، د امنيت د راوستلو او ددې دردونکي وضعيت د پاى ته رسېدو غوښتنه يې کړې ده.
په تېره يوه مياشت کې په دې ولايت کې د تښتوونو ١١ او د وژنو څلور پېښې رامنځته شوې چې يو دوه نيم کلن ماشوم، د استيناف څارنوالۍ يو کارکوونکى او يو غير پوځى کس په وژل شوو کې شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن