کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٤) : د "پګواش" په نامه يوې کاناډايۍ موسسې چې د افغانستان سولې په اړه يې کنفرانسونه جوړ کړي، په کابل کې هم دفتر پرانېستى دى.
"پګواش" د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د شخړو او جګړو د هواري په موخه غونډې او کنفرانسونه جوړوي. دغې موسسې له تېرو څو کلونو راهيسې د افغانستان په اړه هم په قطر، فرانسه او متحده عربي اماراتو کې غونډې جوړې کړې دي.
د "پګواش" لخوا د افغانستان په اړه وروستۍ غونډه تېره مياشت په قطر کې جوړه شوې وه، چې په کې د طالبانو د سياسي دفتر د استازو په ګډون له کابل څخه هم شاوخوا ٤٠ کسانو برخه اخيستې وه.
په قطر کې د يادې غونډې يوه افغان ګډونوال چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د سلواغې په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې "پګواش" درې ورځې مخکې په کابل کې دفتر پرانېست.
يادې سرچينې وويل چې دغه دفتر به دافغانستان د سولې او ملي پخلاينې لپاره له نږدې څخه هلې ځلې کوي اوپه دې قضيه کې له ښکېلو خواوو سره به له نږدې اړيکې نيسي.
د "پګواش" د کابل دفتر يوه غړي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې دغه دفتر به په افغانستان کې د سولې لپاره فعاليت کوي او هڅه به وکړي چې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لاره هواره کړي.
سرچينه وايي، چې ډاکټر انوار الحق احدي، ميرويس ياسيني، حاجي فريد، حاجي روح الله ، سيد اسحاق ګيلاني او يو شمېر نور کسان ددې دفتر غړيتوب لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن