جلال اباد (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٤): د ننګرهار کانال رياست اړوند د لوی نهر زيانمنې شوې برخې د څه د پاسه درې ميليونه ډالرو په لګښت ورغول شوې.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه لوى نهر تر رغول کېدو وروسته د ګټې اخيستنې وړ وګرځېد .
د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال وويل، کانال يوه حياتي پروژه ده چې په وينا يې د ننګرهار سمسورتيا او ښکلا پرې جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې له پنځوسو ورځو راهيسې د کانال په لوی نهر کې د اوبو جريان بند و،چې په خبره يې اوس په کې اوبو جريان پيداکړ او ډېری کروندګر به ترې ګټه پورته کړي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د کانال سرپرست رييس انجنير غلام حضرت وويل چې د کانال لوی نهر د جوړېدو چارې د اسيايي بانک په مالي مرسته پيل شوې وې او د درې ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت يې چارې بشپړې شوې دي.
نوموړی وايي، اوس به کانال په في ثانيه کې د پنځوس متره مکعب اوبو ظرفيت ولري،چې د کانال او د بېلا بېلو سيمو د اوسېدونکو يو دېرش زره جريبه ځمکه به خړوبه کړي.
نوموړی زياتوي،د کانال پاتې برخه چې استنادي دېوالونه،دواړو غاړو ته سړکونه او د کنټرول دروازې جوړول دي ،په راتلوونکي کې جوړې شي.
د کانال رياست د ساختماني چارو امر ابراهيم معروف خېل او د يادې پروژې مسوول انجنير صفت الله وايي، د کانال تر وروستۍ نقطې پورې يې پاک کاري او ديارلس کيلو متره په کې سنګ کاري شوې ده.
معروف خېل وويل، د کانال په رغونه کې د ورځې څلور زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه.
دغه کانال او لوى نهر د درونټې له بند څخه سرچينه اخلي او تر بټي کوټ ولسوالۍ پورې غځېدلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن