کابل ( پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٤) : د ملي امنيت لوى رياست وايي چې په کابل کې يې ترهګرو ډلو ته د مهماتو لېږدونکې درې کسيزه ډله نيولې ده.
په کابل کې د د غه رياست د مطبوعاتي دفتر لخوا د سلواغې په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا ډله يې د کابل ښار د ١٩ مې ناحيې په مربوطاتو کې نيولې ده.
سرچينې زياته کړې چې نيول شوي کسان ملک الدين، د سروبي ولسوالۍ، سيد محمد د بګراميو او سيد فهيم د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
ملي امنيت وايي چې ياد کسان لاس په لاس له درې ميله ميکاروف تومانچو، د کلاشينکوف له ډېرو مرميو سره چې په يوه کرولا موټر کې يې ځاى پر ځاى کړي و، نيولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، نيول شوو کسانو د څېړنو پرمهال منلې ده چې دکلاشينکوف مرمۍ يې د پروان ولايت له مربوطاتو څخه ترلاسه او غوښتل يې چې د يولړ ترهګريزو کړنو په موخه يې ننګرهار ولايت ته ولېږدوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن