ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د برمل د ځینو سیمو هلکان په پاکستاني ښوونځیو کې زده کړې کوي

د برمل د ځینو سیمو هلکان په پاکستاني ښوونځیو کې زده کړې کوي

author avatar
20 Feb 2016 - 14:09
د برمل د ځینو سیمو هلکان په پاکستاني ښوونځیو کې زده کړې کوي
author avatar
20 Feb 2016 - 14:09

ښرنه (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٤): د پکتيکا د برمل ولسوالۍ د ځینو سیمو زده کوونکي د ښوونځیو د نه شتون له امله په پاکستاني ښوونځيو کې زده کړې کوي.

د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې چې د سرحدونو او قومونو چارو وزارت مرستیال عبدالغفور لېوال هم حضور درلود.

په دې غونډه کې د برمل ولسوالۍ قومي مشر صحبت خان وويل چې د دې ولسوالۍ زرګونه زده کوونکي په پاکستاني ښوونځيو کې زده کړې کوي او پاکستانى نصاب ورته تدريس کېږي.

ده وويل: ((افغان دولت څو ځلې ويلي چې په برمل کې مکتبونه فعال دي خو داسې نه ده، دلته يو مکتب هم فعال نه دى.))

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې ډېر ژر په دې ولسوالۍ کې ښوونځي فعال کړي.

د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی عبدالرحمن هم وايي چې په دې ولسوالۍ کې ښوونځي فعال نه دي او خلکو خپل بچيان په پاکستاني ښوونځيو کې شامل کړي دي.

هغه زياته کړه: ((که دلته ښوونځي فعال شي، نو له پاکستانه راغلي کډوال هم حاضر دي چې په افغاني نصاب پر خپلو بچيانو زده کړې وکړي.))

ده وويل چې د نا امنو تر څنګ د نا معلومو دلايلو له مخې په دې ولسوالۍ کې فعال ښوونځي شتون نه لري.

په دې غونډه کې د سرحدونو او قومونو چارو مرستيال عبدالغفور لېوال وويل چې په اړوند برخه کې به  د دې ولسوالۍ ستونزې په کابل کې له اړوندو چارواکو سره مطرح او د حل لار به ورته پيدا کړي.

لېوال زیاته کړه چې د دې ولسوالۍ شاوخوا زرو زده کوونکو ته به ډېر ژر په کابل کې د زده کړو زمينه برابره کړي.

دغه راز د پکتيکا والي امين الله شارق وويل چې وروستۍ هڅې به وکړي تر څو په دې ولسوالۍ کې ښوونځي بېرته فعال کړي.

هغه زياته کړه: ((دا زموږ مسووليت دى چې موږ د دې ولسوالۍ خلکو ته د زده کړو زمينه برابره کړو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.