ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د وردګو پر یوه روغتون د برید څېړنه غوښتې

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د وردګو پر یوه روغتون د برید څېړنه غوښتې

author avatar
20 Feb 2016 - 10:38
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د وردګو پر یوه روغتون د برید څېړنه غوښتې
author avatar
20 Feb 2016 - 10:38

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٤): د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د ميدان وردګو ولايت پر يوه روغتون د ملي اردو ځواکونو د عملياتو څېړنه وکړي.

دغه روغتيايي مرکز د ميدان وردګو ولايت د دايميرداد ولسوالۍ د تنګي سيدان په سيمه کې موقعيت لري او لګښت يې د سويـډن کمېټې له خوا ورکول کېږي.

د سوېډن کمېټې په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي اردو ځواکونو په عملياتو کې دوه ټپيان او يو پايواز وژل شوي.

خو د ميدان وردګو د والي وياند توريالي همت پژواک ته ويلي وو چې په دغو عملياتو کې څلور وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

په نيويارک کې د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان له خوا د کب په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د افغانستان له حکومته غوښتي دي چې ژر تر ژره او په بشپړه توګه پر ياد روغتون ترسره شوي عمليات وڅېړي.

سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې د روغتيايي مرکز دوه ناروغان او يو پايواز وژل شوي وو.

دغه سازمان زياته کړې چې پر روغتيايي مرکزونو دا ډول قصدي بريدونه د ملکي وګړو او ټپي وسله والو کسانو وژل جنګي جرايم ګڼل کېږي.

د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان له افغان حکومته غوښتي دي چې په ياده پېښه کې لاس لرونکي کسان بايد محاکمه شي.

 د دغه سازمان د افغانستان د څانګې مشره پټريشيا ګوسمان له ولسمشر اشرف غني غوښتي چې خپلو ملي ځواکونو ته دا پيغام ورکړي چې د روغتونونو د ناروغانو وژونکو ته سخته سزا ورکول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.