پلخمري (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٤): بغلان کې امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په ډنډشهاب الدين کې سخته جګړه روانه ده او د سيمې په پاکېدو سره به کابل ته وارداتي برېښنا به په بشپړه توګه ونښلول شي.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرشيد نن ورځ (د کب لومړۍ نېته) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بغلان ولايت په ډنډ شهاب الدين سيمه کېد امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ له نن سهاره جګړې زور اخيستى دى.
نوموړي زياته کړه: "امنيتي ځواکونو له دريو لورو پر وسله والو طالبانو تعرض پيل کړى څو ډېر ژر د ډنډشهاب الدين پاتې سيمې د وسله والو مخالفينو له شتونه پاکې شي چې ورسره به د برېښنا شرکت کارکوونکي د برېښنا پاتې ستونزه هواره کړي."
د ډنډشهاب الدين په سيمه کې د سلواغې په ٧مه د برېښنا يوه پايه ويجاړه شوه چې له يادې نېټې راهيسې له ازبکستانه کابل ته د ٣٠٠ ميګاواټو برېښنا جريان پرې شو، کابل ښاريان ٢٤ ساعتونو کې د نوبت په ډول له برېښناڅخه برخمن کېږي.
د برېښنا د غوري برق مشر غلام حسين حيدر وويل چې د برېښنا کارکوونکو د برېښنا يوه پايه ورغوله؛ خو د ډنډشهاب الدين په ګوجي ها سيمه کې دوه نورې پايې هم ويجاړې دي چېرې چې لا هم امنيتي ستونزې شتون لري.
نوموړي زياته کړه: "کومه سيمه کې چې دوه نورې پايې شتون لري هلته د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ جګړه روانه ده او تر اوسه زموږ کارکوونکو اجازه نه ده ترلاسه کړې، څو سيمې ته ولاړ شي؛ خو کله چې سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري چاڼ شي، موږ چمتو يو چې ساحې ته ولاړ شو او پاتې ستونزې هم حل کړو."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن