لښګرګاه (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۴): د هلمند قومي مشرانو، ديني عالمانو او عامو خلکو د ټاپي پروژې په امنيت ساتلو کې له حکومت سره د مرستې ژمنه وکړه.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ګلاب منګل د ټاپي پروژې د امنيت په اړه د ارزونو او د هلمند د خلکو د مرستې ترلاسه کولو په موخه دغه ولايت ته سفر کړى دى.
ګلاب منګل د کب په لومړۍ نېټه، له سلګونه خلکو سره په هغې غونډه کې ګډون وکړ چې په کې قومي مشران، مخور، ديني عالمان او ځوانانو برخه اخيستې وه .
د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده وويل، ټاپي ستره سياسي او تاريخې پروژه ده چې نه يواځې به دولت عايدات ترې ترلاسه کوي، بلکې امنيت به ورسره ټينګ او د خلکو اقتصاد به ورسره پياوړی شي.
هغه زياته کړه چې د دغه ولايت خلک له دې پروژې څخه کلک ملاتړ کوي، خو تر هغې پورې چې په دغه ولايت کې جګړې مهار نه شي، د دې پروژې پلي کېدل ناشوني دي.
دى وايي، حکومت بايد لومړى امنيت ټينګ کړي بيا دې د دې پروژې د کارونو د پيلولو لپاره پلان جوړ کړي.
د سولې شورا د ولايتي کمېټې مشر فضل الباري فياض وويل، دغه پروژه د سولې د ټينګښت ښه وسيله ده او د چارو د پيل لپاره يې د دولت او خلکو تر منځ همغږۍ ته کلکه اړتيا شته، کله چې ځوانان په کار ولوېږي، دوامداره ثبات لپاره همدا يوه لاره ده.
هغه زياته کړه چې د سولې لپاره اړينه ده چې ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي، خو تر اوسه د سولې عالي شورا له دوى سره په دې برخه کې هېڅ مرسته نه ده کړې.
د بور اغا په نوم يوه قومي مشر وويل، د هلمند اوسېدونکي د ټاپي د نل ليکې په ارزښت پوهېږي، مرسته کوي او د امنيت په ساتلو کې يې له حکومت سره يو ځای کار کوي.
هغه زياتوي چې د هلمند د جګړو مزي د مرکزي دولت په لاس کې دي او د دې سيمې په جګړه کې نامشروع سيالۍ روانې دي، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل.
په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازي محمدهاشم الکوزي وويل، دوی د پاکستان او هند لپاره د ټاپي له پروژې سره مرسته نه کوي او نه هم قرباني ورکوي، خو کلکه ژمنه کوي، که د دغه ولايت د خلکو پوره حق ورکول کېږي، بيا چمتو دي چې مرسته وکړي او امنيت يې وساتي.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محمدګلاب منګل د غونډې ګډونوالو ته وويل چې د ټاپي پروژه د حکومت او ولسونو ګډه پروژه ده، د همدې ولسونو له مرستې پرته د پروژې پلې کېدل او د امنيت ټينګښت ناشونی کار دی .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن