جلال اباد (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۴): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست هغه ۷۰ ټنه تاريخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول چې د ګډ کمېسيون له لوري نيول شوي وو.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال د کب په لومړی نېټه د بهسودو سراچې پله سيمه کې د دغو توکو د سوځولو پر مهال رسنيو ته وويل چې دا توکي يې په روان لمريز کال کې د ښار له هټيو ترلاسه کړي وو.
کامه وال وايي: ((۲۰ ټنه تاريخ تېر درمل او ۵۰ ټنه بې کيفيته او تاريخ تېر غذايي توکي د ګډ کمېسيون له لوري نيول شوي وو.))
د هغه په وينا، ننګرهار ته ۷۰ سلنه درمل د کابل له لاري راوړل کېږي؛ ځکه خو يې دوی ته په تړاو ډېر معلومات نه وي.
نوموړي زياته کړه: ((د کابل له لارې ننګرهار ته راتلونکي درمل موږ خپله نه چېک کوو چې پر څرنګوالي يې وپوهېږو، نو هيله ده چې پوليس یې په درونټه کې پلټنې وکړي.))
هغه وويل، د عامې روغتيا وزارت هڅه کوي چې د هېواد په کچه د درملو د چک لابراتور جوړ کړي او تر څنګ يې د درملو وارداتو يوازې څو کمپنيو ته ورکړي.
د عامې روغتيا رييس ګواښ وکړ چې ډېر ژر به په جلال اباد کې يو شمېر هغه خصوصي روغتونو جواز بېرته واخلي چې معياري خدمات نه شي وړاندې کولى، خو د يادو روغتونونو شمېر يې ونه ښود.
د جلال اباد ښار اوسېدونکي اميد شګيوال پژواک اژانس ته وويل چې تاريخ تېر درمل او غذايي مواد له قاچاقي لارو جلال اباد ته راوړل کېږي او پلورل کېږي.
د نوموړي په وينا: ((چې سيمه ييزې ادارې په ټنونو تاريخ تېر درمل نيسي؛ نو حتمي ده چې يوه زياته اندازه به يې پر ناروغانو هم پلورل شوي وي.))
هغه پر هټۍ والو او د درملتونونو پر خاوندانو غږ وکړ چې نه بايد تاريخ تېر توکي او درمل وپېري.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت مقام اړوند ادارو ته سپارښتنه کړې ځو د دغسې تاريخ تېرو توکو مخه ونيسي.
خوږياڼی زياتوي: ((والي صېب ټولو اړوند ادارو ته امر کړی چې ننګرهار ته راتلونکي درمل په ګمرګاتو کې چک شي او وروسته بازار ته وړاندې شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن