ښرنه (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩٤): د پکتيکا د وازېخوا په ولسوالۍ کې دوو جلا چاودنو پنځه ملکي وګړي وژلي دي.
د یادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيد نور د کب په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون تر غرمې وروسته د بورۍ په سيمه کې د ملکي وګړو پر يو سراچه موټر چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې يوه مېرمن، دوه ماشومان او موټر چلوونکی وژل شوي او يو بل تن سخت ژوبل شوی او روغتيايې حالت يې نازک ښودل شوی دی.
د ولايتي شورا پخوانی منشي او د وازېخوا ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالغني پکتين د يادې چاودنې او مرګ ژوبلې د تاييد تر څنګ پژواک اژانس ته وويل چې په همدې مهال په دې ولسوالۍ کې پر يوه موټرسايکل هم چاودنه شوې وه.
هغه زياته کړه چې په دوهمه چاودنه کې يو تن وژل شوى او یو بل ټپي دى.
وسله وا لو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن