پلخمري- کابل (پژواک، ٢ کب ٩٤): په بغلان کې د برېښنا ادارې چارواکي وايي چې په ډنډ شهاب الدين کې د برېښنا نښلولو کار روان دى او امکان لري چې نن به د کابل برېښنا ونښلول شي.
د بغلان د مرکز ډنډشهاب الدين په سيمه کې د سلواغې په ٧مه نېټه د برېښنا يوه ستنه د ناپېژانه کسانو له خوا ويجاړه او کابل ښار ته د ازبکستان شاوخوا ٣٠٠ ميګاواټه را غځېدلې برېښنا پرې شوه.
راپورونه وايي چې په دې سيمه کې يوه بله ستنه هم د ناپېژانده کسانو له خوا ويجاړه شوې ده.
په دې موده کې کابل ښاريانو د برېشنا شرکت د جنراتوري څه ساعته برېښنا نه په نوبتي ډول ګټه اخيستله.
د بغلان د برېښنا مشر غلام حسين حيدر نن له غرمې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل چې د برېښنا تخنيکي ډلې د ويجاړو شوو ستنو څنګ ته د برېښنا دوه سلیټر کېبل نښلولى او د يو بل کار دوام لري چې د ورځې تر پايه به بشپړ شي.
هغه زياته کړه: ((که چېرته کومه تخنيکي ستونزه نه وي، نن به د کابل برېښنا په ازمايښتني ډول ونښلوو، که چېرته ستونزه وه، دا ستونزه به سبا ته سل په سلو کې حل شي او برېښنا به چالانه شي.))
د بغلان امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرشيد بشير وويل چې امنيتي ځواکونو د ويجاړو شوو ستنو ساحې په واک کې راوستلې او د طالبانو امنيتي ګواښ يې له منځه وړى دى، د برېښنا کارکوونکي کولى شي چې د برېښنا ترميم کار په راحت سره ترسره کړي.))
بخوا د برېښنا رياست وياند وحيد توحيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى تخنيکي ډله توانېدلې چې شپه ورځ هڅه وکړي او نړېدلې ستنې له سره ترميم کړي او ودروي.
هغه وويل چې د برېښنا رياست تخنيکي ډله اوسمهال د ستنو په منځ کې د لينونو په لګولو بوخته ده چې د دغه کار په پاى ته رسېدو سره به چې شايد د مازديګر څلورو بجو خلاص شي، د قزاقستان لوري سره له اړيکې وروسته د برېښنا ستونزه حل شي.
خو په ورته وخت کې توحيدي وويل، که چېرته د طالبانو تر واک لاندې نورو ساحو کې د برېښنا مزي جدي ستونزې ونه لري؛ نو نن شپه به د کابل برېښنا ونښلول شي.
د ويلوده چې دولت په ډنډشهاب الدين کې د برېښنا د دريو ويجاړو ستنو مسوولت پر طالبانو اچوي، خو طالبان ادعا کوي چې دولت دا ستنې د درنو وسلو په مرميو ويجاړې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن