د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

زړه ښځه: زموږ د کور يواځينى سرپرست بې ګناه ووژل شو

مرکې

ارشيف

زړه ښځه: زموږ د کور يواځينى سرپرست بې ګناه ووژل شو

Feb 21, 2016 - 20:23

ايبک (پژواک،٢کب ٩٤): زړې ښځې چې يواځينى زوى يې ځانمرګي بريد له امله سمنګان ولايت کې له لاسه ورکړى دى، د ژوند له ناخوالو سرټکوي او د زوى يتيمانو ته د يوې مړۍ ډوډۍ ترلاسه کولو په اړه اندېښمنه ده.

دا ٧٣ کلنه مېرمن چې ايتاش نومېږي، د خپل زوى له کونډې او خپلو درېيو کوچنيو يتيمانو سره د سمنګان ولايت مرکز ايبک ښار په "چوغي" کلي کې ژوند کوي.

د دې مور ځوان زوى چې شاه محمود نومېده، د ١٣٩١کال چنګاښ په ٢٤مه سهار مهال يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

ياد ځانمرګى بريد چې  د ايتاش کورنۍ او لسګونه نورې کورنۍ يې د وير په ټغر کېنولې او له کړاوونو او ستونزو سره  يې مخامخ کړې، د ولسي جرګې پخواني غړي احمدخان سمنګاني د لور واده په مراسمو کې د سمنګان مرکز ايبک کې د "قصرالماس" هوټل مخې ته رامنځ ته شو.

د راپورونو له مخې، دې بريد کې د احمدخان سمنګاني، ځينو دولتي چارواکو او ملکي کسانو په ګډون ٣٠ کسان ووژل شول او شاوخوا ٦٠ نور ژوبل شول.

د دې بريد پړه کوم کس او يا ډلې پر غاړه وا نه خيسته.

له دې پېښې څخه نږدې څلور کلونه تېرېږي؛ خو د شاه محمود غم تر اوسه د نوموړي مور زړه کې تازه دى او په ياد يې اوښکې تويوي.

ايتاش وويل چې د ١٣٩١کال د چنګاښ ٢٤مه د هغې کورنۍ د بدمرغۍ د پيل ورځ وه؛ ځکه د کورنۍ يواځينى زوى او نفقه راوړونکى يې له لاسه ورکړ.

ياده دردېدلې مور چې لس کاله وړاندې کونډه شوې ده، زياته يې کړه چې زوى يې بې ګناه و او مزدوري يې کوله، څو خپلې کورنۍ ته يوه مړۍ حلاله ډوډۍ راوړي.

ايتاش د ژمي سړه هوا کې له خپلو لمسيانو (دوو نجونو چې يوه يې يوولس کلنه  او بله اته کلنه دى او يو هلک چې پنځه کلن دى) پر يو زوړ پلاستيکي فرش د حوېلۍ په صوفه ناسته وه، څو هغه او لمسيان يې د لمر له تودوخې څخه ګټه واخلي؛ ځکه د خونو تودولو لپاره د سوند توکي نه لري.

نوموړې چې په ازبکي ژبه يې خبرې کولې، پژواک خبري اژانس ته  وويل، کله چې د سمنګاني لور د واده په مراسمو کې له ځانمرګي بريد څخه خبره شوه، په منډه د هغه هوټل په لور روانه شوه چې  د واده مراسم په کې جوړ شوي و، ځکه زوى هم دې مراسمو ته تللى و.

دې کړېدلې مور زياته کړه: " چې لاړم، جنازې يې لېږدولې وې، روغتون ته لاړم، ويې ويل چې کور ته ولاړه شه، نه پوهېدم چې زوى مى ژوندى دى او يا شهيد شوى، کور ته چې ورسېدم، ومې ليدل چې د زوى مړى مې د کور په انګړ کې ايښى دى"

نوموړې زيات ژړل او په داسې حال کې چې په وار وار يې زوى ياداوه، د خپلې کورنۍ ستونزو په اړه يې خبرې کولې.

ايتاش د سهار چاى دسترخوان ته په اشارې سره چې وچه ډوډۍ او سړې اوبه پرې ايښې وې، نور څه نه ترسترګو کېدل او لمسيان يې ترې راغونډ شوي وو، وويل: "دا وچه ډوډۍ هم ګاونډي راکړې ده."

د شاه محمود يتيمانو په داسې حال کې چې وچه ډوډۍ يې له اوبو سره خوړله، خپلې نيا ته په ناهيلۍ کتل؛ خو څه يې نه ويل؛ ګواکې پوهېدل چې عمرخوړلې او غم ځپلې نيا سره څه مرسته نه شي کولى او هغوى هم بايد پر وچه ډوډۍ او اوبو صبر وکړي؛ ځکه د هغوى د ماشومتوب هيلې د دوى پلار سره يوځاى تر خاورو لاندې شوي دي.

هغوى، نه يواځې اړين خواړه، بلکې ژمنۍ جامې يې هم په تن نه وې او ناچاره وو چې د ژمي سړه هوا هم و زغمي.

ايتاش هم د لمسيانو په اړه اندېښمنه ده، په داسې حال کې چې بار بار يې هغوى ته کتل، ويې ويل چې لمسيان يې د پلار له مينې بې برخې شوي دي او دا حالت هره شېبه هغه ځوروي.

نوموړې وويل چې شخصي کور هم نه لري او په کومه حوېلۍ کې چې ژوند کوي، د بل کس اړوند ده چې د دې په واک کې يې ورکړې ده.

مېرمن ايتاش چې په ملا کړوپه شوې ده، وويل: "په اسمان کې ستورى نه لرم او پر ځمکه سيورى، که د کور څښتن موږ له خپل کور څخه بهر کړي، چېرته ژوند وکړو؟!"

ايتاش وويل، نه پوهېږي چې کورنۍ ته له کومې لارې نفقه پيدا کړي؛ ځکه هغه کار نه شي کولى او د ناوې په کار کولوسره يې اقتصادي ستونزې نه هوارېږي.

هغې زياته کړه چې نګور يې د خلکو په کورونو کې جامې وينځي او صفاکاري کوي، څو د ځان او کورنۍ لپاره يوه مړۍ ډوډۍ ترلاسه کړي او لمسيان يې هم د خلکو په باغونو کې خاشاک راغونډوي چې پخلي او کوټو تودولو کې ترې ګټه واخلو.

نوموړې زياته کړه: "کله چې خاشاک ونه لرو، لږ سکاره د ګاونډي له کور څخه اخلم؛ صندلۍ تودوم...  د کلي خير غوښتونکي خلک د خپلو حاصلاتو عُشر موږ ته راکوي."

دې بوډۍ وويل چې دولت د جګړې هرې قرباني شوې کورنۍ ته سل زره افغانۍ ورکوي؛ خو هغوى دا مرسته هم نه ده ترلاسه کړې.

نوموړې زياته کړه چې د احمدخان سمنګاني کورنۍ يوه غړي ورته ١٥زره افغانۍ ورکړې دي.

هغې زياته کړه چې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت هم سږ کال ورته ٦٠زره افغانۍ ورکړې دي.

ايتاش له حکومت، خيريه موسسو او شتمنو خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې له دوى سره د ژوند درانه پېټي په پورته کولو کې مرسته وکړي.

کله مې چې د ايتاش له شاوخوا پنځه کلن لمسي احمد فريد څخه پوښتنه وکړه چې پلار يې چېرته دى؟ وويل: "پلار مې شهيد شوى دى."

هغه له دې څخه وړاندې نور څه نه ويلې؛ خو اته کلنه خور يې چې نيلا نومېږي، وويل: "زه او خور مې ښوونځي ته ځو، لومړي ټولګي کې يو، راتلونکې کې ښوونکې کېږو."

نيلا له حکومتي چارواکو څخه وغوښتل چې د ستونزو هوارولو په ځانګړې توګه د سرپناه په برخه کې له دوى سره مرسته وکړي.

له دې کورنۍ پرته، د افغانستان ډېرى د جګړو قرباني شوې کورنۍ له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دي، چې مرستې او لاسنيوي ته اړتيا لري.

د يوه څېړنيز راپور له مخې چې د امريکا د براون نړيوالو مطالعاتو د انسټيټيوټ له لوري چمتو شوى، د افغانستان جګړه کې له ٢٠٠١ کال تر ٢٠١٤کال پورې سل زره کسان وژل شوي دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر اعلان کړى، چې د ٢٠٠٩ کال له پيل راهيسي د ٢٠١٥ کال تر پايه پورې څه باندې ٢١زره ملکي افغانان وژل شوي او څه باندې ٣٧زره نور ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ دى، چې افغانستان کې له څه باندې درې نيمو لسيزو څخه جګړه روانه ده، ځينې راپورونه کاږي چې دې موده کې څه باندې يونيم ميليون کسان وژل شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan