ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ازره کې وسله والو څلور قومي مشران نیولي

په ازره کې وسله والو څلور قومي مشران نیولي

author avatar
21 Feb 2016 - 11:29
په ازره کې وسله والو څلور قومي مشران نیولي
author avatar
21 Feb 2016 - 11:29

پل علم (پژواک، ٢ کب ٩٤): د لوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو څلور قومي مشران له موټرو ښکته کړي او له ځان سره يې بيولي دي خو طالبان بيا دغه څرګندونې نه مني.

د لوګر د ازرې ولسوال حميدالله حميد د کب په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ناوخته وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په سپين جومات سيمه کې څلور تنه له موټرو ښکته کړي او له ځان سره یې بيولي دي.

ده وويل چې د قومي مشرانو په مرسته يې د يادو کسانو د بېرته راخوشي کولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا غړي او د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالولي وکيل هم پژواک ته وويل: ((دغه کسان قومي مشران دي چې له ازرې څخه د پکتيا ولايت ځاځي اريوب ولسوالۍ ته د خپلو شخصي ستونزو د حل په موخه روان وو چې طالبانو ښکته کړي او بیولي دي.))

وکيل وايي چې تر دې وړاندې هم څو ځلې طالبانو په دې ولسوالۍ کې يو شمېر خلک له موټرو ښکته کړي او بيا يې له ځان سره بيولي دي.

خو وروسته بيا د قومي مشرانو په هلو ځلو بېرته را خوشي شوي دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په ازرې ولسوالۍ کې طالبانو څوک نه دي ښکته کړي.

هغه زياته کړه: (( دا د قاچاقبرو لاره ده چې تیره ورځ اربکیانو دلته لار نیولې وه څو کسان يې نیولي، یوتن يې وژلى چې غالبان قاچاقبر به وي، بیا نور معلومات دادي چې نیول شوي کسان اربکیانو دکابل ادارې ته په لاس ورکړي، نو پيښه په موږ پورې هيڅ اړه نه لري، د اربکیانو کار دی.)) 

ازره د لوګر تر ټولو نا امنه ولسوالۍ ده چې له تېرو ١٤کلونو راهيسې يې لويه لار له مرکز پل علم سره تړل شوې ده.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي لومړى ننګرهار ولايت ته بيا له هغه ځايه پلازمېنې کابل ته او بيا لوګر ولايت ته تګ راتګ کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.