کابل (پژواک ٢ کب ٩٤): اجرائيه رئيس وايي، د ملي يووالي حکومت هڅه کوي خپلو ټولو هېوادوالو ته د ښې ښوونې او روزنې لپاره په مورنۍ ژبه د زده کړو زمينه برابره کړي او په دې برخه کې دې ټول هېوادوال له حکومت سره همکاري وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې په مورنۍ ژبه د زده کړو د نړيوالې ورځې په اړه په خپل پيغام کې په ډاګه کړې دي.
نن د کب دوهمه (د فبروري ٢١مه) د مورنۍ ژبې له نړيوالې ورځې سره سمون لري.
له اجرائيه رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله له خولې راغلي، چې ژبه د افهام و تفهيم تر ټولو مهمه او غوره وسيله ده. ژبه ده، چې فاصلې يې لنډې او د وګړو ترمنځ يې ستونزې حل کړې دي.
هغه زياته کړې، د ژبې ارزښت د تاريخ په اوږدو کې جوت دی، خو په مورنۍ ژبه زده کړه او افهام و تفهيم په ښه او اغېزمن شکل سره کېدای شي. له همدې امله ده، چې هر کال په مورنۍ ژبه د نړيوالې ورځې په مناسبت په ټوله نړۍ کې په مورنۍ ژبه په زده کړو ټينګار کېږي.
دى وايي: "زه ټولو افغانانو ته د دې نړيوالې ورځې مبارکي وايم او هيله من يم، چې ټول افغانان په خپله مورنۍ ژبه له زده کړو برخمن شي. په مورنۍ ژبه زده کړه د دې لامل کېږي، چې ماشوم ښه اخذ وکولی شي او د درک ځواک يې پياوړی شي. له بده مرغه چې په افغانستان کې لا هم په ډېرو سيمو کې په مورنۍ ژبه د زده کړې زمينه د هېواد ماشومانو ته د ځينو ستونزو، ننګونو او دلايلو له امله نه ده برابره شوې."
دى زياتوي، افغانان يواځې د زده کړو له لارې کولی شي د نړۍ د پرمختګ له کاروان سره يو ځای شي.
د هغه په وينا، د يادې ورځې په مناسبت له ټولو افغانانو غواړي، چې د هېواد ټولو ماشومانو ته د زده کړې په برابرولو کې له حکومت او په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت له مسوولينو سره همکاري وکړي.
ډاکټر عبدالله ويلي، له زده کوونکو سره مرسته او هغوی ته د زده کړو د خوندي چاپېريال په برابرېدو کې د افغانانو ونډه مهمه او ښکاره ده. د دې ترڅنګ هېوادوال مسووليت لري، چې د ښوونځيو په ساتنه او پرانستنه کې له پوهنې وزارت او امنيتي ارګانونو سره مرسته وکړي او اجازه ورنه کړي، چې ماشومان يې د زده کړو له نعمت څخه محروم شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن