ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږ وسله وال طالبان او دوه پوليس وژل شوي

شپږ وسله وال طالبان او دوه پوليس وژل شوي

author avatar
22 Feb 2016 - 10:35
شپږ وسله وال طالبان او دوه پوليس وژل شوي
author avatar
22 Feb 2016 - 10:35

جلال اباد- کلات (پژواک، ٣ کب ٩٤): چارواکي وايي چې په ځینو امنيتي پېښو کې دوه پوليس او شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په ختيځ کې د سېلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر له خوا د کب په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په لغمان ولايت کې پيل شوي د فولاد ٣٤ عمليات په برياليتوب سره روان دي.

سرچينې زياته کړې چې پرون د یادو عملياتو په ترڅ کې د دغه ولايت شپږ وسله وال وژل شوي او څلور تنه نور شکمن نيول شوي دي.

قول اردو وايي چې په دغو عملياتو کې ملکي وګړو او دولتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

بلخوا په زابل ولايت کې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې دوه پوليس وژل شوي دي.

د زابل د شاه جوى ولسوالۍ ولسوال وزيرمحمد جوادي پژواک ته وويل چې دا پېښه پرون ماښام په خان کلي کې رامنځته شوې وه.

دى وايي چې دوه پوليس د وسله والو طالبانو په کمين کې وژل شوي دي، خو يوې بلې امنيتي سرچينې د وژل شوو پوليسو شمېر درې تنه وښود.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.