فراه (پژواک، ٣ کب ٩٤): څېړنې ښيي چې فراه د خرما ونو د ودې لپاره مناسبه ځمکه، اوبه او هوا لري او که اړين ګامونه واخيستل شي، فراه به په سيمه کې د خرما صادرولو پر يو مرکز بدل شي.
دا مطلب د فراه کرنې رييس انجينر عبدالمنان متين پژواک خبري اژانس ته څرګند او ويې ويل چې دا څېړنه په تېرو دوو کلنو کې د دغه رياست له لوري بشپړه شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې دا څېړنه ښيي چې د فراه ځمکه، اوبه او هوا د خرما ونې (نخل) د ودې لپاره ښه مساعده ده؛ ځکه د دغه ولايت اوبه او هوا د عربي هېوادونو په څېر ده.
د نوموړي په وينا او د تحقيق پر بنسټ، د دغه ولايت ځمکې د خرما د ودې لپاره ټول اړين مواد لري او سوځوونکى لمر هم د خرما په پخولي کې نقش لوبولى شي.
نوموړي زياته کړه چې پخوا زمانو کې (څلور پنځه پېړۍ وړاندې) د فراه ولايت مرکز په ځينو سيمو لکه (خرمالق) کې د خرما باغونو شتون درلود چې د وخت په تېرېدو سره له منځه تللي دي، خو نښې نښانې يې لا هم شتون لري.
انجينر متين زياته کړه چې د فراه کرنې رياست په دغه ولايت کې د خرما بڼوالۍ دودولو لپاره پروګرام تر لاس لاندې لري او له څه مودې راهيسې يې په دې برخه کې ګامونه اخيستې دي.
نوموړي زياته کړه چې شاوخوا يو کال وړاندې، د قطر هېواد د"الغرافه" خيريه بنسټ په همکارۍ د دغه ولايت مرکز شمال لور ته د "کافرکلا" سيمې په ٣٠٠ جريبه ځمکه کې د خرما يو څېړنيز فارم رامنځته شوی دى چې څه باندې ٣٠٠ زره د خرما نيالګي په کې کېنول شوي دي.
متين وويل چې دې برخه کې د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او "الغرافه" بنسټ تر منځ تړون لاسليک شوى دى.
نوموړي وويل چې د دغه تړون له مخې، د خرما ياد فارم به د ٢٥ کلونو لپاره د "الغرافه" بنسټ په واک کې وي او وروسته له هغه به د افغانستان حکومت ته وسپارل شي.
نوموړي وويل چې ياد فارم لس مياشتې وړاندې جوړ شوى دى او دا مهال يې د خرما نیالګي يو نيم متر جګ شوي دي چې څلورو کلونو کې به حاصل ورکړي.
د خرما ونې نږدې سل کاله عمر کوي، خو په مناسبو شرايطو کې ښايي ٢٠٠ کاله عمر وکړي، په مجموعي ډول د خرما ونه له سلو کلونو څخه وړاندې ايستل کېږي، ځکه د عمر په زياتېدو سره يې حاصل کمېږي او ساتل يې دومره ګټه نه کوي.
نوموړي وويل چې په دغه فارم کې د "اخلاص" په نوم يو ډول د قطر هېواد خرما نيالګي اېښودل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن