شبرغان (پژواک، ٣ کب ٩٤): په جوزجان ولايت کې يو اته کلن ماشوم له جنسي تېري وروسته وژل شوى، بلخوا د همدغه ولايت په خانقا ولسوالۍ کې د ملي اردو دوه سرتېري تښتول شوي دي.
اته کلن ادريس چې د دويم ټولګي زده کوونکى و، د تېرې جمعې په ورځ له غرمې وړاندې ١١:٠٠ بجې د جوزجان د مرکز شبرغان ښار له رسته ګلفروشي ساحې نه ورک شو او مړى يې تېره شپه د شبرغان ښار يکه باغ کلي ته څېرمه په يوه بوجۍ کې موندل شوى دى.
د ادريس ماما محمدهارون پژواک خبري اژانس ته وويل چې خوريی يې د خياطۍ له هټۍ ښکته شو او بيا يې درک نه و چې دا دی اوس يې مړى وموندل شو.
هغه زياته کړه چې له چا سره شخصي دښمني نه لري او له چا يې شکايت هم نه دى کړى، کله چې ادريس ورک شو نو پوليسو ته يې شکايت وکړ، خو پاملرنه يې ورته ونه کړه، دا پاملرنه خپله ثابتوي چې پوليس د تښتونو مخنيوى نه شي کولى.
هارون وويل چې دوى د بلخ پوليسو ته خبر ورکړى و چې د ماشوم تصويرونه خپاره کړي او مرسته وکړي، خو د جوزجان پوليسو هېڅ کوم کار نه دى کړى.
د ماشوم يوه بل خپلوان محمديونس وويل: ((اوسنى وضعيت موږ اړ کوي چې وسلې واخلو، له ځان نه دفاع وکړو او خپل امنيت وساتو، دولت څه نه شي کولى.))
د جوزجان امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو امر سمونوال محمد رحيم وويل چې پوليس د امنيت په راوستلو کې کوښښ کوي، خو د چا له عرض پرته به څنګه اجراات وکړي.
هغه زياته کړه، څېړنې پيل شوې او وروسته به څرګنده شي چې د ادريس تښتوونکي او وژونکي څوک وو چې بيا به نيول کېږي.
د جوزجان ولايتي روغتون مشر ډاکتر محمدهارون عارف ايلبيګي وويل چې د ادريس په غاړه کې د زندۍ نښې ښکاري.
د هغه په خبره، طبي معاينات څرګندوي چې د ماشوم له مرګ ١٢ ساعته تېر شوي او د مقعد په برخه کې يې زخم ليدل شوی دی.
د ويلو ده چې تېر کال هم د جوزجان په اقچه ولسوالۍ کې پر يوه ١٢ کلن ماشوم تېرى شوى او وروسته وژل شوى و چې په تړاو يې دوه کسه ونيول شول.
بلخوا يوه شپه وړاندې د ملي اردو دوه سرتېري د جوزجان ولايت په خانقا ولسوالۍ کې وتښتول شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن