ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوې قطري موسسې په فراه کې ۲۷ بېلابېل مرغان خوشي کړل

یوې قطري موسسې په فراه کې ۲۷ بېلابېل مرغان خوشي کړل

author avatar
22 Feb 2016 - 16:22
یوې قطري موسسې په فراه کې ۲۷ بېلابېل مرغان خوشي کړل
author avatar
22 Feb 2016 - 16:22

فراه (پژواک، ٣ کب ٩٤): د قطر هېواد يوې موسسې د فراه په مرکز کې ٢٧ ډول، ډول مرغان خوشي کړل او ټاکل شوې چې د يو تړون له مخې هر کال تر زرو مرغان هلته خوشي کړي.

په نننيو خوشي شوو مرغانو کې شل "توغدارو"، څلور "شاهينان" او درې بازان شامل وو.

دغه مرغان د قطر هېواد د يوې خيريه موسسې (الغرافه) مشر شيخ علی آل ثاني نن غرمه مهال د فراه د مرکز اړوند د کافر کلا په دښته کې خوشي کړل.

د فراه د پوهنې رييس انجنير منان متين پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې چې دغه موسسه راتلونکې پنجشنبې ١٥٠ نور داسې مرغان هم په فراه کې خوشي کړي.

هغه وايي چې يادې موسسې دغه مرغان له قطر څخه افغانستان ته راوړي او ځيني يې په فراه کې روزلي دي.

د ده په وينا، د يادې موسسې او د افغانستان د  کرنې وزارت او چاپېريال ساتنې رياست د يو تړون له مخې، ټاکل شوې ياده موسسه هر کال له ٥٠٠ تر زرو دا ډول مرغان په فراه کې خوشي کړي.

دى وايي چې د دغه تړون له مخې به ياده موسسه په  فراه کې د دې مرغانو نسل ډېروي، خو بيا کولاى شي چې ٣٠ سلنه يې بېرته ښکار کړي.

دا په داسې حال کې چې له څو کلونو راهيسې يو شمېر عربان د هېواد  د لوېديځ زون ولايتونو په تېره بيا فراه ته راځي او په داسې حال کې مرغان ښکار کوي چې ښکار د ولسمشر د يو فرمان له مخې بند دى.

د دې تر څنګ د قطر يادې موسسې (الغرافه) په دغه ولايت کې يو شمېر ټولګټې پروژې هم پلې کړې او ځيني يې تر کار لاندې دي.

د فراه والي محمداصف ننګ تېره ورځ د دغه ولايت په مرکز کې د هغه جومات د پرانيستې په ناسته کې چې يادې موسسې جوړ کړى، وويل چې په فراه کې د عرب سوداګرو شتون د دغه ولايت په ګټه دى.

ده وويل چې الغرافه موسسې له افغانستان سره د چاپېريال ساتنې، کرنې، کور جوړولو او مسکن په برخو کې د ١٦٠ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت تړونونه لاسليک کړي.

هغه وويل چې له دې پيسو به شل ميليونه ډالر په فراه کې د کرنې په برخه کې ولګول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.