ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پګواش سکرترجنرال پر افغان سولې د خبرو لپاره کابل ته راغلی

د پګواش سکرترجنرال پر افغان سولې د خبرو لپاره کابل ته راغلی

author avatar
23 Feb 2016 - 16:23
د پګواش سکرترجنرال پر افغان سولې د خبرو لپاره کابل ته راغلی
author avatar
23 Feb 2016 - 16:23

کابل (پژواک، ٤ کب ٩٤): د پګواش نړيوالې موسسې سکرترجنرال د يوه پلاوي په مشرۍ پر افغان  سولې د خبرو اترو په موخه کابل ته راغلی دی.

پګواش يوه نړيواله کاناډايي موسسه ده چې د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د شخړو د هواري لپاره کنفرانسونه او سيمينارونه جوړوي.

دغې موسسې تر اوسه په قطر، فرانسه او متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د شخړې په اړه غونډې او سيمينارونه هم جوړ کړي دي.

يادې موسسې ته يوې نږدې سرچينې د کب په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پګواش مشر پاولو کوټا راموسينو Paolo Cotta-Ramusino,  پرون کابل ته را رسېدلی او ټاکل شوې چې د افغانستان له لوړپوړو چارواکو سره پر افغان سولې خبرې وکړي.

سرچينه زياتوي چې نوموړي کابل ته له سفر مخکې په اسلام اباد کې له يو شمېر لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره هم پر افغان سولې خبرې کړې دي.

د “پګواش” لخوا د افغانستان په اړه وروستۍ غونډه تېره مياشت په قطر کې جوړه شوې وه چې په کې د طالبانو د سياسي دفتر د استازو په ګډون له کابل څخه هم شاوخوا ٤٠ کسانو برخه اخيستې وه.

د يادې موسسې مشر په داسې حال کې کابل ته راغلى چې تېره اونۍ “پګواش” په کابل کې دفتر هم  پرانیست.

پګواش ته نږدې سرچينې وايي چې د کابل دفتر به د افغانستان د سولې او ملي پخلاينې لپاره له نږدې څخه هلې ځلې کوي او په دې قضيه کې له ښکېلو خواوو سره به له نږدې اړيکې نيسي.

د “پګواش”  د کابل دفتر يوه غړي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته ويلي چې دغه دفتر به په افغانستان کې د سولې لپاره فعاليت کوي او هڅه به وکړي چې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته لاره هواره کړي.

سرچينه وايي چې ډاکتر انوارالحق احدي، ميرويس ياسيني، حاجي فريد، حاجي روح الله ، سيد اسحاق ګيلاني او يو شمېر نور کسان ددې دفتر غړيتوب لري.

د احدي په مشرۍ د افغان ملت ګوند مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل چې د پګواش پلاوى به سبا له ډاکتر انوارالحق احدي سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.