کابل (پژواک، ٤ کب ٩٤) : د انجنير حکمتيار په مشرۍ د دولت مخالفه ډله حزب اسلامي وايي چې د بهرنيانو د نه لاسوهنې له ضمانت وروسته به د سولې په پروسه کې برخه واخلي.
حزب اسلامي دغه څرګندونې د ولسمشر اشرف غني د هغو خبرو په ځواب کې کړې چې تېره اونۍ يې د دې ډلې له مشر انجنير حکمتيار څخه غوښتي و چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.
د دې ډلې د سياسي چارو مسوول ډاکتر غيرت بهير د کب په ٤ مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې دوى د ولسمشر د وروستيو څرګندونو درناوى کوي.
هغه زياته کړه چې حزب اسلامي د بين الافغاني مذاکراتو له لارې د افغانستان د روان بحران د هواري پلوي کوي.
د نوموړي په وينا، افغانستان د افغانانو ګډ کور دى او دوى بايد د خپلې راتلونکې په اړه په خپله پرېکړه وکړي.
ډاکتر بهير وويل چې سوله او امنيت د افغانانو غوښتنه ده، دوى په خپلمنځي توافق سره کولى شي چې د جګړې عوامل له منځه يوسي او ډاډمنه سوله تامين کړي.
د حزب د سياسي چارو مشر زياته کړه، که د افغانستان په کورنيو چارو کې د بهرنيو لاسوهنې بندې شي، ملي حاکميت او د هېواد خپلواکۍ ته درناوي وشي، افغانان پرېښودل شي چې خپلې ستونزې په خپله هوارې او د خپلې خوښې نظام جوړ کړي، نو دوى دا وړتيا لري چې په هېواد کې د ډاډمنې سولې بنسټ کېږدي او جګړې پاى ته ورسوي.
غيرت بهير وايي، حزب اسلامي پر دې باور دى، که امريکا کابل ته دا واک ورکړي چې د بهرنيو له وساطت او لاسوهنې پرته د بين الافغاني مذاکراتو له لارې د بحران لپاره د حل لاره ولټول شي، د جګړې د پاى ته رسولو او ډاډمنې سولې د تامين په تړاو د افغانانو د خپلمنځي توافق ملاتړ وکړي او دا يواځې پر افغان ولس پورې تړلې قضيه وګني، چې د خپل هېواد د راتلونکي نظام په اړه په خپله پرېکړه وکړي، نو په دې يقين سره ويلى شو چې جګړه به ډېر ژر پاى ته ورسېږي او په ټول هېواد کې به سوله او امنيت تامين شي.
د هغه په وينا، حزب اسلامي د دغو حقايقو پر بنسـټ په دې شرايطو ولاړو مذاکراتو کې برخې اخيستو او د امنيت تامين کې رغنده ونډې درلودو ته چمتو دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن