ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اچين کې د داعش ٤٣ وسله وال وژل شوي

په اچين کې د داعش ٤٣ وسله وال وژل شوي

author avatar
23 Feb 2016 - 08:47
په اچين کې د داعش ٤٣ وسله وال وژل شوي
author avatar
23 Feb 2016 - 08:47

جلال اباد (پژواک، ٤ کب ٩٤): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د افغان او بهرنيو ‌ځواکونو په عملياتو کې د داعش ٤٣ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې تېره شپه ناوخته د اچين ولسوالۍ د پېښې خوړ په سيمه کې پر داعش وسله والو هوايي بريد کړى دی.

هغه زياته کړه، داعشي وسله وال په يوه ځاى کې راټول شوي وو او پلان يې درلود چې پر افغان امنيتي پوستو بريدونه ترسره کړي.

د خوږياڼي په وينا، په هوايي بريد کې د داعش ٢٥ وسله وال وژل شوي او د هغوى ډېرې وسلې له منځه وړل شوې دي.

د والي وياند وايي چې افغان امنيتي ځواکونو د شاهين ١٨ عملياتو په ترڅ کې د اچين ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې هم وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل چې په دې ځمکنيو عملياتو کې چې اوس هم روان دي، له پرون راهيسې ٢٥ داعشي وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دى وايي چې په دغو کسانو کې ٧ تنه ټپيان او ١٨ نور وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په ترسره شوو بريدونو کې د وسله والو مخالفينو يو شمېر سپکې او درنې وسلې ویجاړې او له منځه تللې دي.

په اچين او نازيانو ولسواليو کې د شاهين اتلس په نوم عمليات چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د څلورمې پلې لوا ځواکونو په مشرۍ پيل شوي، په کې د ملي امنيت مؤظفينو سربېره ملي پوليس، سرحدي، سيمه ييز او عامه نظم پوليس برخه لري.

مشرقيوال زياته کړه، د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين او ننګرهار امنيې قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د عملياتو په لومړۍ کرښه کې د ګډو امنيتي ځواکونو محاربوي احضارات او جګړه ييز چمتووالی له نږدې وکوت.

د داعش وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.