ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې عالي شورا: مخالفین دې د بين الافغاني خبرو لاره غوره کړي

د سولې عالي شورا: مخالفین دې د بين الافغاني خبرو لاره غوره کړي

author avatar
24 Feb 2016 - 15:08
د سولې عالي شورا: مخالفین دې د بين الافغاني خبرو لاره غوره کړي
author avatar
24 Feb 2016 - 15:08

کابل (پژواک، ٥ کب ٩٤): د سولې عالي شورا نوي مشرتابه له وسله والو مخالفينو غوښتي چې له جګړې او تاوتريخوالي لاس واخلي او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د بين الافغاني مذاکراتو لاره غوره کړي.

د سولې عالي شورا نوې رهبري تېره ورځ خپلې چارې پيل کړې. پير سيداحمد ګیلاني د شورا د مشر، محمد کريم خليلي، حبيبه سرابي، عطاءالرحمن سليم، مولوي خبير اوچقوند، عزيزالله دين محمد او مولوي عبدالکريم خدام د هغه د مرستيالانو په توګه وټاکل شول.

له يادې شورا څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سولې عالي شورا نوې رهبري د جهادي او روحاني مشر پير سيداحمد ګيلاني په مشرۍ يو ځل بيا له وسله والو مخالفينو څخه غواړي تر څو د افغانستان د دولت او خلکو د سولې غږ ته لبيک ووايي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، مخالفين دې له جګړې او تاوتريخوالي لاس واخلي او خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره د بين الافغاني مذاکرې او مفاهمې لاره دې انتخاب کړي او د افغانستان له نورو وګړو سره اوږه په اوږه دې د هېواد په بيارغونه او ابادولو کې فعاله ونډه واخلي.

سرچينه کاږي، څرنګه چې د سولې پروسې او مذاکراتو مشري د سولې عالي شورا پر غاړه ده، د دې شورا لپاره د نوې رهبرۍ ټاکل تلپاتې، عادلانه او باعزته سولې ته د رسېدلو لپاره د ملي يووالي حکومت تعهد څرګندوي او د نوې رهبرۍ په راتګ سره به د سولې عالي شورا هڅې نورې هم ګړندۍ شي او د مخامخ خبرو اترو لپاره به زمينه نوره هم مساعده شي.

سرچينه زياتوي، دې ته په پام سره چې د سولې پروسه د افغانستان حکومت له لومړيتوبونو څخه ده او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات ټينګښت په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اراده له شک او ترديد څخه پاکه ده.

د خبرپاڼې په حواله، د سولې پروسې ملي، سيمه ييزو او نړيوالو اړخونو ته په کتو سره د ملي يووالي حکومت وکولى شول چې په دې لاره کې يو خوځښت رامنځ ته کړي. څلور اړخيزې ناستې او د سولې له پروسې څخه د ملاتړ په موخه سيمه ييزه او نړيواله اجماع رامنځ ته کول، دا حقيقت په اثبات رسوي او تمه کېږي، چې د دې هڅو په پايله کې به ډېر ژر د افغانستان دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ مخامخ مذاکرات وشي.

د يادونې ده چې د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان، امريکا، چين او افغانستان د څلور اړخيزو ناستو په څلورمه غونډه کې چې پرون په کابل کې جوړه شوه، پرېکړه وشوه چې په راتلونکو دوو اونيو کې به د نېغ په نېغه خبرو لومړۍ ناسته د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې وشي.

خو د طالبانو د قطر سياسي دفتر ويلي، دوى له يادې پرېکړې خبر نه دي او نه هم ورسره چا په دې اړه اړيکه نيولې ده.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.