ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشرۍ ټاکنو تفصيلي رايې يو نيم کال وروسته اعلان شوې

د ولسمشرۍ ټاکنو تفصيلي رايې يو نيم کال وروسته اعلان شوې

author avatar
24 Feb 2016 - 16:36
د ولسمشرۍ ټاکنو تفصيلي رايې يو نيم کال وروسته اعلان شوې
author avatar
24 Feb 2016 - 16:36

کابل (پژواک، ٥ کب ٩٤): د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون په خپل يوه بې ساري ګام پورته کولو کې د ملي يووالي حکومت له شاوخوا يو نيم کال وخت تېرېدو وروسته د تېر ١٣٩٣ لمريز کال دويم پړاو ټاکنو پايلې اعلان کړې.

د ولسمشرۍ لومړۍ پړاو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه او دويم پړاو ټاکنې د ياد کال د غبرګولي په ٢٤ مه نېټه ترسره شوې، خو د ټاکنو پايلې په يادو ټاکنو کې د پراخې درغلۍ او فساد د ادعاو له امله وځنډول شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون په پايله کې د ١٣٩٣ لمريز کال د وږي مياشتې په ٣٠ مه نېټه، د دويم پړاو ټاکنې اعلان کړې او اشرف غني يې بريالى نوماند اعلان کړ، خو د رايو د سلنې توپير يې څرګند نه کړ.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر احمديوسف نورستاني د وږي په ٣٠مه په يوه خبري ناسته کې وويل چې د رايو د سلنې پر بنسټ؛ اشرف غني د افغانستان بريالى ولسمشر دى.

د يادولو ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو بل نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله د دواړو نوماندانو تر منځ د هوکړې له مخې، د حکومت اجرايي رييس اعلان شو.

احمد يوسف نورستاني د ١٣٩٣ لمريز کال د وږي مياشتې په ٣٠ مه نېټه ويلي وو چې د پايلو بشپړ تفکيک يې د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله عبدالله په واک کې ورکړى او نور جزئيات به يې په راتلونکي کې د کمېسيون له لوري اعلان شي.

نورستاني نن کابل کې په يوه خبري ناسته کې د يادو ټاکنو تفصيلي پايلې اعلان کړې او ويې ويل چې هغه مهال يې د هېواد د ملي ګټو او د دواړو مشرانو تر منځ د هوکړې له امله د ټاکنو پايلې له خلکو سره نه وې شريکې کړې.

نوموړي وويل چې د ١٣٩٣ لمريز کال د ټاکنو په دويم پړاو کې محمداشرف غني ٣ ميليونه او ٩٣٥ زره او ٥٦٧ رايې، چې د ټولو رايو ٥٥،٢٧ سلنه تشکيلوي؛ ترلاسه کړې وې.

دغه راز نوموړي وويل چې د ټاکنو په دغه پړاو کې عبدالله عبدالله ٣ ميليون، ١٨٥ زره او ١٨ رايې چې ٤٤،٧٣ سلنه تشکيلوي، ترلاسه کړې وې.

د يادولو ده چې پژواک خبري اژانس، د دويم پړاو ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د يادو دوو نومادانو په اړه ورته سلنه اعلان کړې وه.

نورستاني نن وويل چې په يادو ټاکنو کې اوه ميليونه، ١٢٠ زره او ٥٨٥ معتبرې رايې کارول شوې چې له دې ډلې يې ٦٢،٩ سلنه نارينه او پاتې ښځو ونډه اخيسته وه.

هغه زياته کړه، چې په يادو ټاکنو کې ٨٥٢ زره او ١٤٢ رايې باطلې شوې چ له ډلې يې ٢٨٤٣٤٠ رايې په عبدالله او ٥٦٧٨٠٢ رايې په عبدالله عبدالله پورې اړوند وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.