ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان : د اسلام اباد د راتلونکې غونډې په اړه له موږ سره چا اړيکه نه ده نيولې

طالبان : د اسلام اباد د راتلونکې غونډې په اړه له موږ سره چا اړيکه نه ده نيولې

author avatar
24 Feb 2016 - 12:13
طالبان : د اسلام اباد د راتلونکې غونډې په اړه له موږ سره چا اړيکه نه ده نيولې
author avatar
24 Feb 2016 - 12:13

کابل ( پژواک، ٥ کب ٩٤) : د طالبانو د قطر د فتر ويلي چې د اسلام اباد د سولې د راتلونکې غونډې په اړه چا ورسره اړيکه نه ده نيولې.

د افغانستان دسولې په اړه د پاکستان، امريکا چين او افغانستان د څلور اړخيزو ناستو په څلورمه غونډه کې چې پرون په کابل کې جوړه شوه، د نېغ په نېغه خبرو نېټه او ځاى په ډاګه شول.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت لخوا تر يادې غونډې وروسته په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په راتلونکو دوو اونيو کې به د نېغ په نېغه خبرو لومړۍ ناسته د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې وشي.

خو د طالبانو د قطر سياسي دفتر د کب په٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى له يادې پرېکړې خبر نه دي او نه هم ورسره چا په دې اړه اړيکه نيولې ده.

سرچينې زياته کړې : (( تېره مياشت په قطر کې د پګواش په غونډه کې د هېواد د ټولو حالاتو په اړه داسلامی امارت دريځ خورا روښانه شوی دی، موږ له ټولو څخه غواړو چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو په خاتمه او د اسلامي نظام په استحکام کې له موږ سره مرسته وکړي.))

طالبانو دا خبرې په داسې حال کې کړې دي چې دوه ورځې مخکې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف قطر ته سفر وکړ او د سرچينو په وينا، له قطري چارواکو يې غوښتي چې د طالبانو د سياسي دفتر استازي وهڅوي، چې د سولې په خبرو کې ونډه واخلي.

د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان د سولې د خبرو لپاره پاکستان ښه انتخاب ګڼي، خو په دې خبرو کې د مهمو طالبانو ګډون ته هيله من نه دي.

شنونکي خوشحال خليل پژواک خبري اژانس  ته وويل چې پاکستان ښه انتخاب دى، ځکه چې دده په وينا، ډېرى طالبان په پاکستان کې مېشت دي او د حکومت تر واک لاندې سيمو کې دفترونه او مرکزونه لري.

د هغه په وينا، تر بل هر ځای طالبان په پاکستان کې د سولې خبرو ته په اسانه تللی شي او هلته خپلې خبرې مطرح کولای شي.

خليل وايي : ((دا چې د سولې يو مهم او اصلي اړخ پاکستان دی، نو په پاکستان کې دا خبرې ګټورې دي.))

دا چې طالبان به په پاکستان کې د سولې په خبرو کې ونډه واخلي که نه، خليل وايي چې دا دې پورې تړلې ده چې پاکستان څومره دغو خبرو ته اهميت ورکوي، څومره علاقه مند دی چې دا خبرې بريالۍ شي او يا هم څومره تر فشار لاندې دى.

ده زياته کړه، اوس خو له نښو نښانو داسې ښکاري  چې لږ تر لږه به دې غونډې ته طالبان ورشي، که هغه په هره بڼه وي، که پاکستان وغواړي لکه چې څو مياشتې مخکې د اسلام اباد په مري کې يې طالبان مخامخ خبرو ته راوستل دلته هم دا کار کولای شی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.