ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فرانسه د ننګرهار محصلينو ته د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونه ورکوي

فرانسه د ننګرهار محصلينو ته د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونه ورکوي

author avatar
25 Feb 2016 - 16:19
فرانسه د ننګرهار محصلينو ته د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونه ورکوي
author avatar
25 Feb 2016 - 16:19

جلال اباد (پژواک، ٦ کب ٩٤): فرانسې د ننګرهار له ولايت سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو تر څنګ د دغه ولايت محصلينو لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا بورسونو ورکولو اعلان وکړ.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په افغانستان کې د فرانسې سفير ژان مېشل مارلو دغه څرګندونې نن جلال اباد ته د سفر پر مهال له مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

ګرديوال د دې ناستې په ترڅ کې د فرانسې له سفير څخه مننه وکړه چې په دغه ولايت کې يې د نازو انا او استقلال له لېسو سره په بېلابېلو برخو کې هر مهال مرستې ترسره کوي .

نوموړې زياته کړه، داعش او نور وسله وال مخالفين په ننګرهار کې تر ډېره کچه ځپل شوي او په دغه ولايت کې د پرمختيايي او نورو پروژو د پلي کېدو پر مهال هېڅ ننګونې نشته.

د ګرديوال په وينا، د ننګرهار په اړه يې د منفي تبليغاتو د مخنيوي په موخه په دغه ولايت کې د وطني توليداتو نندارتون، بېلابېلې سيالۍ، مشاعرې او نورې چارې ترسره کړي چې له دغه ولايت څخه يې حقيقي انځور له ټولو سره شريک کړ.

د ولايت مرستيال د ننګرهار له پوهنتون سره د فرانسې د ځانګړې مرستې غوښتنه هم وکړه او همدا راز يې په فرانسې هېواد کې د دغه ولايت ځوانانو ته د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو زمينې برابرولو وړانديز وکړ.

د فرانسې سفير ژان مېشل مارلو د دې ليدنې پر مهال ويلي چې د دغه سفر په ترڅ کې به د ننګرهار پوهنتون پر مسوولينو سربېره د پوهنې اړوند يو شمېر مسوولينو سره هم ليدنې ترسره کړي .
نوموړې ژمنه وکړه چې هېواد به يې د افغانستان پر نورو ولايتونو سربېره د ننګرهار ولايت ځوانانو ته د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې د لوړو زده کړو ترلاسه کولو زمينه برابره کړي او دغه ولايت ته به ځانګړې بورسونه په واک کې ورکړي .

هغه د ننګرهار ولايت په نورو برخو کې د مرستو او همکاريو ژمنې وکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.