ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د لومړنيو توکو بيې ځينې لوړې او ځينې ټيټې شوې

کابل ښار کې د لومړنيو توکو بيې ځينې لوړې او ځينې ټيټې شوې

author avatar
25 Feb 2016 - 13:16
کابل ښار کې د لومړنيو توکو بيې ځينې لوړې او ځينې ټيټې شوې
author avatar
25 Feb 2016 - 13:16

کابل (پژواک، ٦ حوت ٩٤): نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانيو ارزښت ډېر شوى، د عربي سره زرو، بورې او اوړو بيې لوړې شوې خو د غوړيو بيه غورځېدلې ده.

په هېواد کې د روانو نا امنيو ډېرښت، د بهرنيو مرستو کمښت او له هېواده د پانګې تېښته، هغه عمده لاملونه دي چې په تېرو څو اوونيو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت کم شوی دی.

د کابل ښار شهزاده سراى د صرافانو ټولنې غړي امين جان خوستي د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د پېرلو بيه ٦٨،٧٠ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو ٦٤٤ افغانۍ ده.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٦٩،٧٠ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو ٦٤٨افغانۍ وه.

د خوستي په وينا، د افغانيو بيه د تغيير په حالت کې ده، کله پورته او کله يې هم بيه راټيټه شي خو له بده مرغه افغانۍ د پير تقاضا ورځ تر بلې کمېږي او خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

همدا راز د افغانستان بانک (مرکزي بانک) درې ورځې وړاندې ويلي وو چې نا امنۍ، زيات واردات او لږ صادرات، له هېواده د بهرنيو ځواکونو وتل، له افغانستان سره د بهرنيو مرستو کمېدل او له هېواده د شاوخوا ٢٥٠ زرو افغانانو وتل، د افغانيو د ارزښت د ټيټېدو لاملونه دي.

هغه زياته کړې وه چې د افغانيو د ارزښت خوندي کولو لپاره يې د مرغومي له مياشتې تر اوسه سل ميليونه ډالر بازار ته وړاندې کړي او په کب مياشت کې به هم له ٢٠٠ تر ٣٠٠ ميليونه ډالرو پورې بازار ته عرضه کړي.

په پرچون ډول، د تېرې اوونۍ په پرتله په خوراکي توکو کې يواځې د اوړو او بورې بيې لوړې شوې، خو د غوړيو بيه راغورځېدلې ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو د پلورونکو ټولنې مشر فضل الرحمن هم پژواک خبري اژانس ته وويل، په نړيواله کچه  د خوراکي توکو په بيو کې په ټوليز ډول د پام وړ کمښت راغلي، خو دا چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ بيه مخ په ټيټېدو ده؛ د توکو په بيو کې چندان کمښت نه ليدل کېږي.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر د معلوماتو له مخې، نن د اول درجه قزاقي ٤٩ کيلويي بورۍ اوړو بيه ۱۲۰۰ او د پاکستاني اول سېله وريجو بيه ١٦٥٠ افغانۍ ده.

خو نوموړي وويل چې نن د تېرو اوو  ورځو په پرتله، د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه له ١٨۱٠ نه ١٨۳٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

هغه زياته کړه چې نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر د مومن ١٦ لېتره غوړيو بيه ٩٦٠ افغانۍ، يو کيلوګرام تور افريقايي چاى عمده بيه ٢٤٠ افغانۍ او يو کيلو مدينه شين چاى بيه ٢٢٠ افغانۍ ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.