ښرنه-غزني (پژواک،٨کب٩٤): په پکتيکا کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ١١ وسله وال مخالفين وژل شوي او په غزني کې د ملي اردو د توغندي لګېدو له امله درې تنه ټپيان دي.
د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل د کب په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د ګومل ولسوالۍ په دادګل او جلال شاه سيمو کې هوايي بريدونه کړي، چې يوولس وسله وال مخالفين په کې وژل شوي دي.
د ګومل ولسوالۍ د دادګل سيمې اوسېدونکي ګلاب جان پژواک ته وويل، تېره ورځ د دوی په سيمه کې بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه کړي دي.
نوموړي د دې بريدونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دغه راز د يوه بل خبر له مخې، د غزني ولايت په ده يک ولسوالۍ کې د ملي اردو د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله درې تنه ټپيان شوي دي.
د ده يک ولسوال کريم الله اميري پژواک ته وويل، نن سهار وسله والو طالبانو په تاسن کلي کې د ملي اردو پر سرتېرو بريد وکړ.
هغه وايي ملي اردو ځوابي ډزې وکړې چې له امله يې د ملي اردو د هاوان يوه مرمۍ پر يوه کور ولګېده، چې د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه په کې ټپيان شول.
ده زياته کړه، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د تاسن سيمې يوه اوسېدونکي عبدالهادي پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې د درېو تنو ټپي کېدو ترڅنګ د همدې کور دوه خونې هم ويجاړې شوې دي.
د ملي اردو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دغه راز د بل خبر له مخې، په هلمند کې د ملي امنيت موظفينو څلور تنه انسان تښتوونکي نيولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن