ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قره باغ د يوه کلي ٤٥ سيمه ييز پوليس وژل شوي

د قره باغ د يوه کلي ٤٥ سيمه ييز پوليس وژل شوي

author avatar
27 Feb 2016 - 13:06
د قره باغ د يوه کلي ٤٥ سيمه ييز پوليس وژل شوي
author avatar
27 Feb 2016 - 13:06

غزني ښار(پژواک،٨ کب۹۴): د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ له يوه کلي څخه  په تېر يو نيم کال کې ٤٥ سيمه ييز پوليس وژل شوي او ټول په يوه هديره کې خاورو ته سپارل شوي دي.

دغه کلى چې د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې موقعيت لري "خونيان" نوميږي.

دې کلي ته په ورتګ سره دې پر يوه هديره سترګې لګيږي چې د ډيرو قبرونو پر سر يې ملي بيرغ رپيږي.

د خونيانو د کلي اوسېدونکي دې هديرې ته د زيارت په سترګه هم ګوري ځکه پر ډيرو قبرونو   ټوټې او دستمالونه هم تړل شوي دي.

د دې هديرې په اړه د خونيانو د کلي د سيمه ييزو پوليسو قوماندان عبدالشکور پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې هديره کې د خونيانو له کلي  څخه ٤٥ هغه ځوانان خښ دي چې په سيمه ييزو پوليسو کې يې دنده درلوده او په تېر يو نيم کال کې وژل شوي دي.

عبدالشکور وايي، دغه ٤٥ تنه يې د کوچينوالي ملګري وو چې له هر يوه څخه ډيرې او په زړه پورې خاطرې لري.

هغه يوه قبر ته ګوته ونيوله او زياته يې کړه: (( هغه اول قبر وينئ هغه مې بېخي نږدې ملګری و او لومړی کس و چې ووژل شو، دا پاتې نور ټول مې ملګري دي که څه هم د دوى په اولادو مې د دوى د مېني تنده ماتيږي خو د هغو سترګو ته کتل ما ژړوي.))

دى وايي چې له دې هر سيمه ييز پوليس نه څو ماشومان پاتې دي او اوس له اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي.

ده وويل: ((حکومت ان کله په وخت موږ ته وسلې نه راکوي نو موږ څنګه د دې يتيمانو اوښکې پاکې کړو، ته باور وکړه چې کله داسې وخت هم راغلى چې په يوه ورځ مو د اتو کسانو مړي په دې هديره کې خښ کړي دي.))

خو عبدالشکور وايي چې اوس هم ددې کلي ځوانان په ډيره مينه د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې خپلې دندې پرمخ وړي.

دغه راز د خونيانو د کلي د سيمه ييزو پوليسو د پخواني قوماندان حبيب الله بلوڅ زوى عين الدين پژواک ته وويل: (( پلار مې مړ شو، موږ يواځې سوله غواړو، جنګ نور بس دى.))

عين الدين چې ١١کاله عمر لري او شلېدلې جامې يې پر ځان وې زياته کړه: (( يو ورور او يوه بله خور هم لرم، موږ غواړو چې مکتب ته لاړ شو خو وسه يې نه لرو چې ځانته کتاب او قلم واخلوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.